د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/f259/92c5/f37c/5bf7999845b23.jpg?time=1718890945)
د صباح ورځپاڼې « ترکیې ته د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د تسلیم نیټه معلومه شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې د پوځي او تخنیکي همکاریو فدرال ادارې رئیس دیمتري شوګایوف وویل چې د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستم به د تړون په مطابق د ۲۰۱۹ کال په وروستیو میاشتو کې ترکیې ته وسپارل شي. دم ګړۍ ترکیې د څه باندې یو میلیارد ډالرو فرمایش ورکړی دی. د همدې امله مو د تسلیماتو موده دوه ځلې مخکې کړه. دا سیستم به د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې ترکیې ته وسپارل شي.
د وطن ورځپاڼې « د طبعي روغتیا جوهر مقناطیس لرونکې تورې شګې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ په یو زیات شمیر برخو کې مقناطیس لرونکې تورې شګې نه د یو زیات شمیر ناروغیو د درملنې په برخه کار اخیستل کیږي. دا شګه د ترکیې د تورې بحیرې په سیمه کې هم کشف شوه. ویل کیږي په نړۍ کې ددې شګې په واسطه د بې خوبۍ نه نیولې تر روماتیزم او صدف پورې د یو زیات شمیر ناروغۍ درملنه کیږي. د ترکیې د اوردو ولایت د اونای په ولسوالۍ کې مقناطیس لرونکې توره شګه وموندل شوه.
د خبرترک ورځپاڼې « د ترکش ایرلاین خپل تجارتي اعلانات لاتینې امریکا ته غځوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکش ایرلاین په لاتینې امریکا کې د تجاري اعلاناتو په خاطر د ارجنټاین د ریور لوبډلې ته د سپانسرۍ په خاطر وړاندیز وړاندې کوي. د ویلو ده چې ترکش ایرلاین غواړي چې ددې لوبډلې د لوبغاړو په یونیفورم ، لوبغالو او ټولنیزې مډیا په اعلاناتو کې خپل نښان وځلوي. ددې سره به د نوموړې لوبډلې په یونیفورم او لوبغالو کې د ترکش ایرلاین نښان ولګول شي.
ترکش ایرلاین به پدې ډول خپل نوم او اعلانات د لاتینې امریکا ګوټ ګوټ ته ورسوي.
د ینې شفق ورځپاڼې « هواوې په ترکیه کې جوړ کړی خپل لومړنی د تجاري اعلان فلم نشر کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د چین د تکنالوژۍ او زیرکو ټيلیفونونو نامتو شرکت هواوې د پ سمارت ۲۰۱۹ کال د موډل تلویزیونونو په خاطر جوړ کړی تجارتي اعلان فلم خپور کړ. ویل کیږي یاد شوي شرکت د لومړي ځل لپاره خپل د تجارتي اعلان لپاره فلم په ترکیه کې ډک کړ . یاد شوي شرکت دا فلم د هواوې موبایل ترکیه په نامه د یوتیوب په کانال کې خپور کړ. د ویلو ده چې پدې فلم کې د ترکیې د ایلازغ د خزر جهیل ، د شانلي اورفا ، بتلیس او انتالیا په څیر د ولایتونو ښکلو او په زړه پورې منظرو او ښکلا ته ځای ورکړی دی.
د سټار ورځپاڼې لیکلي دي بهرنیو پانګه والو د ۲۰۱۹ کال د جنوري په میاشت کې د استانبول د اسهامو د بازار نه د ۷۹۸ میلیونو ډالرو په ارزښت سهمې رانیولي دي. د ویلو ده چې د ۲۰۱۷ کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې په یو میاشت کې پدې اندازه بهرنۍ پانګه ترکیې ته راداخلیږي. د ویلو ده چې د ۲۰۱۷ کال د جنوري په میاشت کې بهرنیو پانګه والو د استانبول د اسهامو د بازار نه د ۸۱۶ میلیونو ډالرو په ارزښت سهمې رانیولې وې.
ویل کیږي بهرنیو پانګه والو تر ټولو زیات د بانکونو نه سهمیې رانیولي دي.