د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1139743
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  « د ولسمشر اردوغان لخوا د سوریې په اړه مهمې څرګندونې »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  تیره ورځ په ملي شورا کې د عدالت او پراختیا ګوند ډلې ته وینا وکړه. ولسمشر اردوغان  دلته د سوریې په اړه وویل «  که چیرې  امریکا په خپلو کړو ژمنو عمل ونکړي او د څو اونیو په دننه کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې د سوریې د څانګې اړوند  ترهګر  د منبج  د سیمې نه  بهر نکړي  په هر قیمت  چې تمامیږي  په هغه سیمه به  پوځي عملیات پیل کړو. ترکیه مجبوره ده چې  خپله ستونزه پخپله حل کړي. »

د سټار ورځپاڼې « موراتینوس : که چیرې ترکیه نوې  د مدنیتونو اتفاق  دوام کولای نشو»  د سرلیک لاندې لیکلی دي، د ملګروملتونو سازمان د مدنیتونو د اتفاق عالي استازي میګویل موراتینوس  وویل که چیرې ترکیه نوی  د مدنیتونو اتفاق  دوام کولای نشو. ترکیه  ددې اتفاق  د چارو د دوام  زمینه ساز  دایمي غړی دی.

د خبرترک ورځپاڼې « د ایرزوروم  ولایت آبشارونو کنګل نیولی »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ژمنیزو رخصتیو او ګرځندوی د مهمو مرکزونو نه  د ایرزوروم  ښار  چې  د ترکیې د ارامه ښار په توګه هم  اعلان شوی دی  د اوزون درې په ولسوالۍ کې  آبشارونو کنګل  نیولی دی. د ویلو ده چې د آبشارونو کنګل  تر ۳۰۰ اوږدوالي ته رسیږي. ستر ستر کنګلونه  د هغه غره ختوونکو لپاره چې  به کنګلونو کې  غره ته د ختو  هڅه کوي  یو ډیر ښه  فرصت  برابر کړی دی.

د وطن ورځپاڼې « نامتو روس موډله استانبول ته راغلې »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسيې  نامتو فیش موډله  کیټ ګریګوریوا  چې  لینکسپو استانبول  په نندارتون کې د ګډون په خاطر  استانبول ته راغلې ده  ویلي دي چې نه غواړي سمدلاسه مسکو ته  ستنه شي. هغې ویلي دي چې پنځه ورځې به په استانبول کې پاتې شي او د استانبول  ټولې ښکلاګانې به د نږدې نه ننداره کړي. هغې ویلي دي چې  د استانبول د ټولو تاریخي  او ګرځندوی سیمو نه به  لیدنه وکړي. دلته به د ترکیې مشهور خواړه وخوري .

د صباح ورځپاڼې « د ژمې پدې موسم کې د ګرځندوی په سکتور کې  ریکارډ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي. د ترکیې د ګرځندوی مرکز د انتالیا  ولایت چې  ۲۰۱۸ کال  د ګرځندوی  له پلوه  تر ټولو  د ښه کال په توګه  یادیده د ۲۰۱۹ کال په لومړنۍ میاشت کې  د ۲۰۱۸ کال  د جنوري د میاشتې په پرتله  ۵۳ عشاریه ۸ سلنه  لا زیاتو  بهرنیو ګرځندویانو کوربه توب کړی دی. ویل کیږي په جنوري میاشت کې انتالیا ولایت ته ۱۴۲ زره او ۲۹۷تنه  بهرني سیلانیان  راغلي دي. ویل کیږي  دا رقم  په ترکیه کې د ګرځندوی سکتور  د څلور موسمي کیدو پر لورې  یو مهم ګام  بلل کیږي.



اړوند خبرونه