د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1138324
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « د ترکیې او اروپايي ټولنې تر منځه مهمه غونډه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې او اروپايي ټولنې غونډه  د روان میلادي کال د مارچ په ۱۵ مه نيټه جوړیږي . د ویلو ده چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه وروستۍ غونډه  په ۲۰۱۵ کال کې جوړه شوې وه. ویل کیږي دا غونډه د ترکیې او بروکسل ترمنځه  د اړیکو له پلوه ډیره مهمه ده. انقرې غواړي چې  د ټولنې سره په اړیکو  په هر اړخیزه توګه  ارزونې وکړي. دا غونډه  د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د اړیکو له پلوه ډیره مهمه ده  او دواړه خواوې  صمیمي پيغامونه ورکوي.

د خبرترک ورځپاڼې « استانبول په ۲۰۱۸ کال کې د څه باندې ۱۳ میلیونو تنو بهرنیو سیلانیانو کوربه توب کړی »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ۲۰۱۸ کال کې  ۱۳ میلیونه ۴۳۳ زره او ۱۰۱ تنه  بهرني سیلانیانو استانبول نه لیدنه کړې . ویل کیږي په ۲۰۱۸ کال کې  د ۲۰۱۷ کال په پرتله  استانبول ته  ۲۴ سلنه لا ډیر بهرني سیلانیان راغلي دي. ویل کیږي  په ۲۰۱۸ کال کې استانبول ته  تر ټولو زیات  د جرمني وګړي راغلي دي.

 د سټار ورځپاڼې « د فولادو صادرات  په ۲۰۱۸ کال کې ۹۵ سلنه  ډیر شوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ۲۰۱۸ میلادي کال د ترکیې د فولادو صادرات  د ۲۰۱۷ کال کې په پرتله  ۹۵ سلنه  ډیر شوي او د ۱۲ میلیونه ۲۸۳ زرو ډالرو نه  ۲۳ میلیونه او ۹۷۵ زره امریکايي ډالرو ته  لوړ شوي دي. ترکیې چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې  ۱۳ زره ۶۷۸ ټنه  فولاد صادر کړي وو  په ۲۰۱۸ کال کې دا رقم ۲۰ زره ۱۱۳ ټنو  ته  لوړ شو. ترکیې تر ټولو  ډیر  فولاد  روسیې  او ورپسې بیا رومانیا ته  صادر کړي دي.

د حریت ورځپاڼې « ترکیه ۱۷۹ هیوادونو ته موبیل او فرنیچر صادروي »  د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې د سینما  او ډرامو  سکتور  د ګرځندوی د سکتور سربیره  د ترکي توکو د صادراتو  د کچې په لوړیدو کې هم  مهم  رول لري. د ویلو ده چې  تجاري اعلانات  او  ترکي توکو د معرفي کولو په خاطر  پيل شوو کمپاینونو  د صادراتو په وده کې ځانګړی رول  لوبولی دی. د ویلو ده  چې ترکیه هر کال  تر سلو ډیر  سریالونه تولیدوي. دا ډرامې د نړۍ  ۱۵۶ هیوادونو ته  صادروي. نن ورځ  په نړۍ کې  تر ۵۰۰ میلیونو تنو ډیر وګړي  ترکي ډرامې  ننداره کوي. د ترکیې د موبیل او فرنیچر  د سکتور استازو ویلي دي چې  پدې ډرامو کې  د ترکیې   د کولتور او فرهنګ سربیره  سوداګریز  توکي هم  نړۍ ته  معرفي کیږي.

د همدې له امله  نړۍ ته د ترکیې د موبیل فرنیچر  په صادراتو کې  د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. صادراتو لمن  د نړۍ ۱۷۹ هیوادونو ته  غځیدلې ده .

ترکیې تیر کال  د ۳ میلیارده او ۱۳۴ میلیونو ډالرو په ارزښت  موبیل فرنیچر صادر کړي دي.

په ترکي ډیرامو او فلمونو کې  د شانداره  موبیل او فرنیچر نندارې ته وړاندې کیدل  په اصل کې د نړۍ  توجه جلبوي.

د ینې شفق ورځپاڼې  «   په نړۍ کې د ترکیې د چوپان سپو مینه وال مخ په ډیریدو  دي»  د سرلیک لاندې لیکلی دي، د اروپا نه تر چینه پورې  په یو زیات شمیر هیوادونو کې د ترکیې د چوپان په نامه  د سپي  مینه وال ډیر شوي دي.

نوموړو هیوادونو اکثرو  ددې سپیو  د اخیستو  وړاندیز کړی دی.

 



اړوند خبرونه