د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/f259/92c5/f37c/5bf7999845b23.jpg?time=1719255567)
د خبرترک ورځپاڼې « د انرژۍ د پانګه اچونې شکل تغیر مومي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د انرژۍ او چاپیر د نندارتونو او کنفرانسونو عمومي رئیسې فرایه ګورایل وویل چې په ترکیه کې د انرژۍ بازار د ډیرو سترو تغیراتو په درشل کې قرار لري. هغې ویلي دي چې دم ګړۍ په ترکیه کې د انرژۍ په برخه کې پانګه اچونې د برښنا نه لا زیات د دجیتلازیشن، نواوریو او کاري وړتیا په برخو کې ترسره کیږي.
د وطن ورځپاڼې « په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره په ترکیه کې تولید کړی شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په ترکیه کې د لومړي ځل لپاره د اور وژنې پوډر تولید شول. ویل کیږي دا پوډر د بور معدن نه د ترلاسه شوو موادو نه تولید شوي دي. ویل کیږي د اور وژنې پوډرو د امتیاز حق د ترکیې د ازمیر په ولایت کې یو شرکت ترلاسه کړی دی. دا لومړی ځل دی چې په نړۍ کې د اور وژنې پوډر تولیدیږي. ویل کیږي ددې سره به ترکیه د اور وژنې په برخه کې خپلواکه شي. ترکیه هر کال د ۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت د اور وژنې مواد د بهر نه واردوي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د اف ۳۵ ډوله نوي نسل الوتکو سرویس په ایسکي شهر کې کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې ترکیه به د اف ۳۵ ډوله پنځم نسل الوتکو د سرویس چارې د ایسکي شهر په ولایت کې ترسره کړي. هغه وویل چې ترکیې تر سلو ډیرې اف ۳۵ ډوله پنځم نسل جنګي الوتکې پیرودي دي. ددې الوتکو سرویس چارې د ایسکي شهر هوايي فابریکې ته ورکړل شوي دي.
د سټار ورځپاڼې « نړۍ د چین نه او چین يي د ترکیې نه واردوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سیواس په ولایت کې د موټرو د پرزه جاتو یوې سترې فابریکې چین ته په صادراتو پيل کړی دی. دا فابریکه چې ۱۱۰۰ تنه پرسونل لري او د نړۍ په پرمختللې تکنالوژۍ سمبال ده چین ته په صادراتو پيل کړی دی.
د صباح ورځپاڼې « د جهنم دره د ګرځندوی پر مخ پرانیستل کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د امریکا د اریزونا په ایالت کې د ګرانډ کانیون د درې نه وروسته د نړۍ تر ټولو لویه او خطرناکه دویمه د ترکیې د ارتوین ولایت د اردانوچ د ولسوالۍ د جهنم دره د ګرځندویانو پر مخ پرانیستل کیږي. ویل کیږي دا دره چې دونیم کیلومتره اوږده ، ۲۰۰ متره لوړه او ۷۰ متره سور لري د ګرځندویانو پر مخ پرانیستل کیږي. ویل کیږې پدې دره کې د یو پل او د ځغاستې د ځانګړو سړکونو د جوړولو نه وروسته به د ګرځندویانو پر مخ پرانیستل شي.