د ترکیې د ورځپانو سرټکي

د ترکیې د ورځپانو سرټکي

1134950
د ترکیې د ورځپانو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې  « د ترکیې د مرکزي بانک  پس انداز کچه لوړه شوه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې مرکزي بانک ویلي دي چې  ددوې  رسمي پس انداز  د ۲۰۱۸ میلادي کال  د دسمبر په میاشت کې د تیرې میاشتې په پرتله  ۲ عشاریه ۲ سلنې په لوړیدو سره  ۹۳ میلیاردو ډالرو ته  رسیدلې . د ویلو ده چې پدې موده کې  د بهرنیو اسعارو پس انداز یو عشاریه ۷ سلنې په ډیریدو سره ۷۱ عشاریه ۴ میلیارده ډالرو  او د سرو زور پس انداز بیا د ۴ عشاریه ۳ سلنې په ډیریدو سره  ۲۰ عشاریه ۱ میلیارده ډالرو ته  لوړ شوی دی.

د وطن ورځپاڼې « تر ټولو زیات په سامسون او انقرې ولایتونو کې په بهرنیانو غیرمنقول اموال پلورل شوي دي  »  د  سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې په ۲۰۱۸ کال کې  د  ۲۰۱۷ کال په پرتله په بهرنیو وګړو د غیرمنقول اموالو د پلورلو کچه  ۷۸ عشاریه ۳۰ سلنې په لوړیدو سره  د ۲۲ زره ۲۳۴ نه  ۳۹ زره ۶۶۳ ته  لوړه شوې ده . د ویلو ده چې په ۲۰۱۸ کال کې بهرنیو وګړو تر ټولو زیات  په سامسون ولایت کې کورونه رانیولي دي. همداشان  په دویم کتار کې انقره  او دریم  کتار کې  یالوا  ولایت  قرار لري.

د ینې شفق ورځپاڼې « هیبریت یا نیمه برښنايي موټرو ته د دولت  تشویق »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر مرستیال  فود اوکتای  وویل چې  د اړتیا په صورت کې به  دولت  د هیبریت یا نیمه برښنايي موټرو  ته د هیوادوالو د هڅولو په خاطر  نوی  تشویقي پروګرام  رامنځته کړي. هغه وویل چې په هیواد کې  د خلکو د ژوند د کچې  د لوړیدو سره  سم  د موټرو  طلب هم  مخ په ډیریدو  دی. هغه وویل چې  په ۲۰۰۲ کال کې په ترکیه کې په هرو زرو تنو  ۱۳۰ موټرې  رسیدې چې نن ورځ دا رقم  ۲۸۳ ته لوړ شوی دی. هغه وویل چې نن ورځ په ترکیه کې په هرو ۳ یا ۴ تنو یو موټر رسیږي.

د سټار ورځپاڼې « ترکیې  تیر کال  ۲۲ هیوادونو ته د ۹ نیم میلیاردو ډالرو حمسي کبان  صادر کړي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې په ۲۰۱۸ کال کې ۲۲ هیوادونو ته  د ۹ عشاریه ۴۷۷ میلیونو ډالرو په ارزښت  حمسي یا کوچني  کبان  صادر کړي دي. ترکیې  تیر کال  ۱۹۷۳ ټنه  حمسي کبان  صادر کړي دي. د ویلو ده چې په ۲۰۱۷ کال کې هم  د ۹ میلیونو ۲۵۰ میلیونو او ۶۳۳ ډالرو په ارزښت  حمسي کبان صادر کړي وو. ویل کیږي تیر کال  تر ټولو زیات  حمسي کبان  فرانسې، بلجیم او امریکا ته  صادر شوي دي.

د صباح ورځپاڼې  « په داتچه کې  د بادام ګل  فیستیوال »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې  د داتچه په ولسوالۍ کې  د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۸ کال کې جوړ شوي  د بادام ګل  فیستیوال  سږ کال  د فبروري د میاشتې په ۸ مه نیټه  د دوو ورځو لپاره جوړیږي .

ویل کیږي  تیر کال  چې په نوموړي فیستیوال کې په زرګونو تنو ګډون کړی وو تمه کیږي چې سږ کال  را زیاتو  کسانو کوربه توب وکړي.

د فیستیوال په چوکاټ کې به د موغلا ولایت د داتچه ولسوالۍ په مرکز او شاوخوا سیمو کې  بازارونه هم  جوړ شي.



اړوند خبرونه