د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1128303
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې « د امریکا  متحده ایالتونو سره په اقتصادي اړیکو کې نوې دوره »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې بهرنیو اقتصادي اړیکو د شورا  او د ترکیې او امریکا د سوداګریز شورا رئیس  محمد علي یالچنداغ وویل چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د امریکا   ولسمشر دونالد ټرمپ سره  په وروستیو ټيلیفوني خبرو کې د دواړو هیوادونو ترمنځه د اقتصادي اړیکو د لا ودې او پراختیا په مسلې تفاهم وکړ. مونږ  ددې مسلې نه  تود هر کلی کوو. ترکیې او امریکا ترمنځه  سوداګریز حجم  ۲۰ میلیارده ډالره  دی  چې ا کافي  ندی. ددې  ودې او پراختیا  یواځنۍ  لار  د ازادۍ سوداګرۍ تړون  دی.

د ینې شفق ورځپاڼې « د امن د سیمې نظر سوري وګړي امیدواره کړي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په سوریه کې د فرات سیند ختیځ لوري ته د جوړیدونکې امن سیمې   نظر  د کورنیو جګړو او بمباریو له امله بهرنیو هیوادونو ته  کډه شوي په میلیونونو تنه  سوري کډوال امیدواره کړي دي. په میلیونونو تنه سوري وګړي چې هر څه ژر بیرته خپل هیواد ته  د ستنیدو په تمه دي  وايي چې د امن سیمې د جوړولو په خاطر باید هر څه ژر عملي ګامونه اوچت شي.

د سټار ورځپاڼې « ترکیه د کرنې د سکتور د ملي عوایدو له پلوه په اروپا کې په لومړي کتار کې ځای لري  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سوداګریزو خونو او اسهامو د بازارونو د ټولنې رئیس رفعت هسارجک اوغلو وویل چې ترکیه د کرنۍ او مالدارۍ په برخه کې د ډیر قوي پوتانشیل خاوند هیواد دی. ترکیه نن ورځ د کرنۍ په برخه کې د ملي عوایدو له پلوه په اروپا کې په لومړي او نړۍ کې په اتم کتار کې ځای لري. د ترکیې  شاوخوا ته  نږدې  دوه میلیارده نفوس  ژوند کوي. ترکیه د نړۍ دې نفوس ته  د ۵۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت صادرات لري. دا صادرات  یواځې  د کرنۍ، مالدارۍ او خوراکي توکو په برخه دي.

د صباح ورځپاڼې « په سکاریا، کوجه ایلي او بورسا ولایتونو کې د تولید شوو موټرو ۸۵ سلنه  نړۍ ته صادر شوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، تیر کال  د ترکیې د سکاریا، کوجه ایلي او بورسا په ولایت کې  په ساعت کې ۱۷۷ موټرې تولید شوي چې  ۱۵۰ يي نړۍ ته  صادر شوي دي. په ترکیه کې  تیر کال  ټولټال یو میلیون ۵۸۷ زره او ۸۳۶ موټرې تولید شوي دي. همداشان  د تولید شوو موټرو ۹۷ عشاریه ۸ سلنه  په سکاریا، کوجه ایلي او بورسا ولایتونو کې  تولید شوي دي. پدې ښارونو کې د تولید شوو موټرو ۸۴ عشاریه ۵ سلنه  د هیواد نه بهر صادر شوي دي.

د خبرترک ورځپاڼې  « قطر د نړۍوال جام په خاطر ترکیې ته هیئت  رالیږي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د قطر لومړی وزیر او د کورنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن ناصر بن خلیفه ال ثاني  په پلازمینه دوحه کې  د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو سره  لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې  په قطر کې په ۲۰۲۲ کال کې جوړیدونکې  د فوټبال د نړۍوال امنیت  پر امنیتي تدابیرو  خبرې وشوې. قطر به  د جنوري په ۳۱ مې نیټې ترکیې ته یو هیئت  راولیږي تر څو  په ترکیه کې  د سوپر لیګ سیالیو امنیتي تدابیر  د نږدې نه  وګوري.

 



اړوند خبرونه