د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1125268
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې « په هوايي بریدونو کې ۳ تنه ترهګر له منځه یوړل شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د عراق په شمال کې  د زاپ او سینات هافتا په سیمه د تیرې ورځې په هوايي بریدونو کې  لږ تر لږه  ۳ تنه  ترهګر له منځه یوړل شول.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې  د زاپ سینات هافتا  په سیمه کې  د جنوري د میاشتې په ۱۲ مه نيټه په ترسره شوو هوايي بریدونو کې  د ترهګرو اړوند ګن شمیر د وسلو او مهماتو ډیپوګان  او پټنځایونه  له منځه وړل شوي دي.

د خبرترک ورځپاڼې « د سوریې سره په پوله کې تطبیقات  » د سرلیک لاندې لیکلی دي، د ترکیې وسله والو ځواکونو  د سوریې د پولو سره  په صفر سیمه کې  پوځي تطبیقات  ترسره کړل. د ویلو ده چې  ترکېې سیمې ته په زرګونو تنه  سرتیري استولي دي. کوماندو ځواکونو په سیمه کې د ماینونو د شنډولو ، اکمالاتو، انتقال  او څار په ګډون په یو زیات شمیر برخو کې  تطبیقات  ترسره کړل.

د صباح ورځپاڼې « د ترکیې د هوايي حریم نه په هرو ۱۵ ثانیو کې یوه الوتکه تیریږي»  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر جاهد تورخان وویل چې تیر کال  د ترکیې د هوايي حریم نه په هرو ۱۵ ثانیوکې یوه الوتکه کې تیره شوې ده . هغه وویل چې په تیرو کلونو کې  ډیری خلک  د سیاحت په خاطر  د الوتکو نه کار اخلي. په تیرو لسو کلونو کې  د هوا لا لارې ټرانسپورتي سکتور لس عشاریه پنځه سلنه وده کړې او د مساپرو شمیره ۲۱۰ میلیونو تنو ته  لوړه شوې ده .

د سټار ورځپاڼې  « د هیواد افتخار ملي وسلې  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې په وسلو سمبال او بې وسلو بې پيلوټه الوتکو  د سوریې د فرات ډال او زیتون څانګې په عملیاتو کې  د ډیر قوي  او رغنده  رول  د لوبولو سره  د نړۍ پام  ځان ته اړولی دی.

د قطر نه وروسته  اوکراین  د ۶ په وسلو سمبال  بیرقداره په نامه د بې پیلوټه الوتکو د اخیستو په خاطر د ترکیې سره  تړون لاسلیک کړ.

د حریت ورځپاڼې « جاپان او سویلي کوریا  خلک د ترکیې خوراکي توکو ته ترجیح ورکوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ایژې د صادراتو ټولنې  ویلي دي چې  د ترکیې خوراکي توکي  د جاپان او سویلي کوریا په بازارونو کې تر ټولو زیات  خریداران لري. د ترکي توکو د معرفي په خاطر په جاپان او سویلي کوریا کې یوه پروژه هم  پيل شوې وه.

ددې پروژې د عملي کیدو نه وروسته  جاپان او سویلي کوریا ته د ترکي توکو په صادراتو کې  ۳۶ سلنه  ډیروالی راغلی دی.



اړوند خبرونه