د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/f259/92c5/f37c/5bf7999845b23.jpg?time=1718608904)
د وطن ورځپاڼې « ترکیه د بهرنیو پانګه والو لپاره د جاذبې مرکز » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه نن ورځ د نړۍ په ۱۳ م لوی اقتصادي هیواد بدل شوی دی او د روان کال تر پایه به انشاالله چې یو ګام بل هم پرمختګ وکړي. ولسمشر اردوغان وویل چې تیر کال ترکیې ۱۶۸ عشاریه ۱ میلیارده ډالره صادرات کړي دي. هغه وویل چې ترکیه د نړۍوالو پانګه والو لپاره د جاذبې په مرکز بدل شوی دی. په تیرو ۱۶ کلونو کې ترکیې ته ۲۰۱ میلیارده ډالره بهرنۍ پانګه راداخل شوې ده .
د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې او روسیې ترمنځه د سوریې ډیپلوماسي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د روسيې د دفاع وزیر سرګي شویګو سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. د هیواد د ملي دفاع وزارت د ټولنیزې مډیا له لارې ددې ټیلیفوني خبرو په اړه معلومات ورکړل. په څرګندونو کې راغلي دي چې دواړو وزیرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د سوریې د ادلب ښار په وروستیو پرمختګونو او سیمه ایزو امنیتي مسلو او د سوچي په تړون خبرې وکړې.
د سټار ورځپاڼې « امریکا په سوریه کې په کړو اتفاقونو مجبور دی چې بیا کتنه وکړي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جان بولتن په اسراییلو کې په ترسره کړو څرګندونو کې ویلي وو چې د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو مسله د ترکیې لخوا د پ ک ک او پ وای ډي ترهګرو ډلو په اړه د ضمانت ورکولو پورې تړلې ده چې د هغه دې څرګندونو ډیر سخت غبرګونونه پارولي دي. د هیواد د ترهګرۍ او امنیتي مسايلو متخصص عبدالله اغر د جان بولتن د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل چې د ترکيې او امریکا ترمنځه د سورېې په مسله کې همغږي د امریکا لخوا د پ ک ک او وای پ جي ترهګرو ډلو او د کوردانو د جلا کیدو پورې تړلي دي. که چیرې امریکا او لویدیځه نړۍ د پ ک ک ترهګرې ډلې نه په ملاتړ ټینګار وکړي دا خبره به د ترکیې او امریکا ترمنځه په اړیکو کې واټن د هرې ورځې په تیریدو سره زیات کړي.
د خبرترک ورځپاڼې « د هیواد نه بهر د ترکي میلیونرانو شمیره ۵۷۷۹ تنه ډیره شوې» د سرلیک لاندې لیکلي دي، په بانکي حسابونو کې د یو میلیونه ترکي لیرو نه د ډیرو پيسو لرونکو ترکانو شمیره د تیر کال په یوو میاشتو کې ۳۷ زره او ۳۴۰ تنو په ډیریدو سره ۱۷۶ زره ۳۲۰ تنو ته رسیدلې ده. ویل کیږي د تیر کال د نوامبر د میاشتې نه په اعتبار سره په بانکونو کې د ترکي میلیونرانو سرمایه یو تریلیون ۸۰ میلیارده او ۷۳ میلیونو ترکي لیرو ته رسیدلې ده . ویل کیږي د هیواد بهر د ترکي میلیونرانو شمیره د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۵ زره ۷۷۹ تنه لوړه شوې .
د صباح ورځپاڼې « د ۲۰۳۰ کال قوي اقتصادونه معلوم شول : ترکیه هم پدې لست کې شامل دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انګلستان د بانکي او مالي خدماتو شرکت ستندرد شارتیرید په ۲۰۳۰ کال کې د نړۍ تر ټولو قوي اقتصادونه اعلان کړل. یاد شوي شرکت لخوا په خپور شوي لست کې ۷ د نړۍ مهم اقتصادونه شتون لري. پدې لست کې ترکیې په پنځم کتار کې ځای نیولی دی.