د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/f259/92c5/f37c/5bf7999845b23.jpg?time=1719064616)
د صباح ورځپاڼې « د سوریې په اړه د ولسمشر اردوغان څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې امریکا د سوریې نه د خپلو ځواکونو د ویستو د پریکړې سره خپل مسئولیت ادا کړ. ولسمشر اردوغان دا څرګندونې خبري غونډه کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل. ولسمشر اردوغان وویل چې امریکا د سوریې نه د خپلو ځواکونو د ویستو د پریکړه سره خپل مسئولیت ادا کړ خو د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون څرګندونې او غبرګون بیا بل څه وايي. خو زمونږ لپاره مهم د امریکا د ولسمشر ټرمپ پریکړه ده. ترکیه د امریکا سره قوي همکاري لري او همکاري به دوام وکړي.
د خبرترک ورځپاڼې « چاوش اوغلو : که چیرې ترکیه وايي چې په سوریه کې پوځي عملیات پیلوو په واقعیت سره يي پیلوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د امریکا لخوا د سوریې نه د خپلو ځواکونو د ویستو د پریکړې په اړه وویل « که چیرې ترکیه وايي چې سوریې ته داخلیږي په حقیقت کې داخلیږي. د سوریې نه د امریکايي ځواکونو وتل به په ګډه همکارۍ کې ترسره شي. هغه وویل دا چې د امریکايي ځواکونو د ویستو سره به څه ډول همکاري وشي؟ په سوریه کې به د امریکايي ځواکونو تشې د چا لخوا ډکې شي او د ترهګرو لخوا د امریکايي ځواکونو د تشې د ډکولو د مخنیوي په خاطر د بهرنیو چارو، دفاع وزارت او عسکرو ترمنځه په لوړه کچه مذاکرات ترسره شوي دي. امریکا د سوریې نه د خپلوځواکونو د ویستو په برخه کې تر اوسه پورې کومه غوښتنه نده کړې خو د کولو په صورت کې به پرې غور وکړو. »
د وطن ورځپاڼې « د دفاع وزیر اکار لخوا په سوریه کې د پوځي عملیاتو په اړه مهمې څرګندونې » د سرلیک لانډې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار په پلازمینه انقره کې د عملیاتو په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه د فرات سیند ختیځو سیمو کې د عملیاتو اړوند وویل چې « د نوموړو عملیاتو په اړه تیاري ګانې سرته رسیدلي دي، هر شي د خپل وخت او پلان سره مطابق پر مخ روان ». اکار د ترکیې او امریکا ترمنځه منبیچ د وای پ جي ترهګرې ډلې نه د پاکولو او خپلو اصلي اوسیدونکو ته د تسلیمولو اړوند د تړون په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل ، پدې اړه هر څه سم دي او هیڅډول ستونزه شتون نلري. د امریکا سره په ګډه نیټه تعینیږي او وروسته به ټولو ته معلومات ورکړل شي.
د حریت ورځپاڼې « د ترکیې په دینیزلي ولایت کې مهم کشف » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دینیزلي په ولایت کې په روانو تحقیقاتو کې د ۲ نه تر ۹ میلیونو کلونو مخکې پورې په سیمه کې د اوسیدو اړوند ۱۴ مهمې نښې او نښانې موندل شوي دي. د نوموړو تحقیقاتو په ترڅ کې د ۱۴ ډولونو حیواناتو پاتې شوني موندل شوي دي.
د بله پلوه تاریخ پوهان راتلوونکي کال کې ۶۵ میلیونه کاله مخکې د دیناسور د پاتو شونو په اړه تحقیقات پیلوي.
د ترکیې د پاموک کلا د پوهنتون د جیولوژۍ د څانګې پروفیسور ډاکټر جهاد الچیچک وویل هیله لرو چې دا تحقیقات د اناطولیا د خلکو د تاریخ په اړه نوي نښې او نښانې پیدا کړو.
د سټار ورځپاڼې « په هاران کې مهم تاریخي کشف » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د شانلي اورفا ولایت د هاران په ولسوالۍ کې د ۹ پیړیو تاریخي قدامت نه برښمند د هاران په تاریخي ماڼۍ کې تاریخي کیندنې دوام لري. د هاران پوهنتون د لرغونې پيژندنۍ د څانګې رئیس پروفیسور ډاکټر محمد اونال وویل چې د نوموړو کیندونو په ترڅ کې ډیرې مهمې نښې او نښانې موندل شوي دي. هغه وویل چې په نوموړې ماڼۍ کې به تاریخي کیندې لس کاله نور هم دوام وکړي.