د ترکیې د ورځپانو سرټکي

د ترکیې د ورځپانو سرټکي

1091233
د ترکیې د ورځپانو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « د اردوغان او پوتین د دوستۍ مهم پیغامونه  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترک جریان  د ګازو د نللیکې د پروژې د سمندر د برخې چارې پرون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې سرته ورسیدې. د ویلو ده تیره ورځ په استانبول کې  پدې اړه  ځانګړي مراسم جوړ شوي وو. په مراسمو کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سربیره  د روسیې فدراسیون د دولت رئیس  ولادیمیر پوتین هم ګډون کړی وو. دواړو مشرانو پدې مراسمو کې د خپلو ویناګانو په ترڅ کې  د ترکیې او روسیې په دوستۍ ټینګار وکړ. ولسمشر اردوغان وویل چې ۲۰۱۹ کال کې په دواړو هیوادونو کې په متقابله توګه د روسیې او ترکیې د کولتوري کلونو په توګه  ونومول شي. د روسیې ولسمشر پوتین بیا وویل چې  د ولسمشر اردوغان نه د ښودلې قوي سیاسي ارادې  او لوړ جسارت له امله مننه کوم. هغه وویل که چیرې د روسیې او ترکیې ترمنځه په یو بل پوره باور او ډاډ  شتون نه درلودې نن  ورځ مونږ  د دا ډول  سترو پروژو  د سرته رسیدو شاهدي کولای نشوه.

د سټار ورځپاڼې «  د ترک جریان  د ګازو نللیکه د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې په فعالیت پیل کوي »  د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترک جزیان د ګازو د نللیکې سره  به  د روسیې ګاز په مستقیمه توګه  د روسیې نه  ترکیې ته راانتقال کړی شي. دا نللیکه به  د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې په فعالیت او د ګازو په انتقال پيل وکړي. ددې نللیکې سره به د روسیې نه په کال کې  ۳۱ عشاریه ۵ میلیارده متر مکعب ګاز ترکیې ته راانتقال کړی شي. ددې ګازو نیمايي به په ترکیه کې او نیمايي به يي د ترکیې له لارې  اروپا بازارونو ته  انتقال کړی شي. د ویلو ده پدې پروژه کې چې د ټولو خواوې ګټې په نظر کې نیول شوي دي هم  په سیمه کې د انرژۍ دوامداره امنیت  له پلوه  او هم  د ترکیې او روسیې د اړیکو د لا قوي کولو له پلوه ځانګړی اهمیت لري.

د ینې شفق ورځپاڼې « د استانبول د نوي هوايي ډګر نه په ۱۸ ورځو کې ۱۹ زرو تنو مساپرو پرواز کړی »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول د نوي هوايي دګر نه د پرواز په خاطر د   اکتوبر د ۳۱ مې او نوامبر د  ۱۷ مې نیټو ترمنځه  ۲۱ زره او ۶۰۸ تنو  ټکټونه  ترلاسه کړي دي. د نوي هوايي دګر نه تر اوسه پورې  ۱۶۴ الوتنې  شوي دي.

د خبرترک ورځپاڼې « د نړۍ تر ټولو  د لوړ  درېم  بند ساختماني چارې وروستۍ مرحلې ته رارسیدلي دي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ارتوین  ولایت د یوسف ایلي  ولسوالۍ د چورح  نهر  د پاسه ۲۷۵ متره  په لوړوالي سره   جوړیدونکی  د ترکیې تر ټولو  لوړ بند په نړۍ کې  تر ټولو لوړ  دریم  بند  دی. ویل کیږي  د نوموړي  بند  او هیدورالکتریک  سنټرال  ساختماني  چارې  د پایته رسیدو  په درشل کې قرار لري.

د ویلو  ده چې دا د برښنا بند  په کامله توګه  د ترکي انجینیرانو لخوا طرحه ، ډیزاین او جوړ  شوی دی. د ویلو ده چې  ددې  بند  لوړوالی  د یو سل پوړیزې ودانۍ  په اندازه  دی. دا بند به  په راتلوونکي کال کې په فعالیت  او د اوبو په جمولو پیل وکړي.  

دا بند  به  په ۲۰۲۰ کال کې د برښنا په تولید  پيل وکړي.

د وطن ورځپاڼې « په انتالیا کې تاریخي توره  وموندل شوه  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انتالیا ولایت  د کاش په ولسوالۍ کې  د پاترا په تاریخي ښار کې د تاریخي  کیندونو  په چوکاټ کې د نهمې او یا لسمې پیړۍ اړوند  د ویکینګ په نامه  توره  وموندل شوه.

د هیواد یو تن نامتو غرغون پیژندونکي  او د پوهنتون استاد  ډاکټر فضل الله شاهین  ویلي دي دا چې دا توره  دې ښار ته  څه ډول راوړل شوې ده ددې خبرې معلومول ډیر ګران  کار  دی.خو دا توره په اصل کې د تاترا تاریخي ښار  کې  په اړه مونږ ته  ډیر څه  رازده کوي.

 



اړوند خبرونه