د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/78f0/a2eb/9d62/5acb2352e7e37.jpg?time=1718992457)
د صباح ورځپاڼې « د بهرنیو چارو وزیر امریکا ته سفر کړی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د ملګروملتونو سازمان د مدنیتونو د اتفاق په اتمه غونډه کې د ګډون په خاطر نیویارک ته سفر کړی دی. بهرنیو چارو وزیر وویل چې د سبا د سې شنبې په ورځ د نوامبر په شلمه به د ترکیې او امریکا د اړیکو په مسلې د نوموړي هیواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو سره هر اړخیزې خبرې وکړي.
د حریت ورځپاڼې « د ترکیې د دفاع وزیر د امریکا لوی درستیز سره ولیدل » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار چې د هالیفاکس پر امنیتي غونډه کې د ګډون په خاطر کاناډا ته سفر کړی دی هلته يي د امریکا د ستر درستیزوال جوزیف ډانفورد سره لیدنه وکړه.
د ترکیې د دفاع وزیر پدې لیدنه کې ددې خبرې په تینګار وویل چې په سوریه کې د وای پ جي ترهګره ډله چې امریکا ترینه ملاتړ کوي د پ ک ک څانګه ده او د هغوې ترمنځه هیڅوم توپیر شتون نلري. هغه د امریکا نه د یادې شوې ترهګرې دلې نه د ملاتړ کولو نه د لاس اخیستو غوښتنه وکړه. اکار د امریکا نه غوښتنه وکړه چې د نوموړو ترهګرو سره هر څه ژر اړیکې پرې کړي.
اکار وویل چې امریکا ته مو خپل وړاندیز او غوښتنې یو یو وړاندې کړ. د ترهګرو سره په یو عکس کې د امریکايي سرتیرو خپرید د منلو ندي. مونږ په راتلوونکې کې د داسې یوې منظرې د نه تکراریدو غوښتنه وکړه.
وطن ورځپاڼې « د روسیې لخوا د ترکیې په اړه مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې د انرژۍ وزیر الکساندر نواک د روسیې او ترکیې ترمنځه د اقتصادي اړیکو په اړه ډیرې مهمې څرګندونې وکړې. هغه وویل چې د ترک جریان د نللیکې په څیر پروژې په اصل کې زمونږ د اقتصادي همکاریو ضمانت دی. هغه وویل چې سږ کال روس ګرځندویان به هم په ترکیه کې ریکاټ مات کړي.
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکي ډاکټر لخوا د انقلاب په څیر کشف » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جرمني د لودویګ مکسیمیلین په پوهنتون کې د لابراتور په فعالیتونو بوخت ترک نیرولوجیست ډاکټر علي ایرترک د یو نوي میتود په کشفولو سره د روحي ، فلج، شکرې او سرطان د ناروغیو د تشخیص او تداوۍ او ژر تداوۍ په برخه کې هیلې راژوندۍ کړي دي.
د خبرترک ورځپاڼې « د جان اونجو تاریخي بری » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې تر ټولو ځوان موټر سایکل ځغلوونکي یو بل ډیر مهم بری ترلاسه کړ.
۱۵ کلن سپورت من د موتو درې د سیالۍ په وروستۍ مرحله کې د موتو جي پي ګټګورۍ ته ځان ورسو.
نوموړي ددې سیالۍ اتلولي ترلاسه کړه. نوموړي په ترکیه کې د موټرسایکل ځغلونې په تر ټولو د ځوان اتل لقب ترلاسه کړي.