د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان د تاریخي پروژې نوم اعلان کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملي پروژو د جوړولو بڼسټ د ځانګړو مراسمو سره پرانیست. ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې وویل چې د سیمه ایز اوږد واټنه هوايي دفاعي توغندیو سیستم نوم سپر دی. ددې په هیله چې د ټول هیواد لپاره د خیر وسیله وګرځي. ولسمشر اردوغان وویل چې پدې پروژې ډیر جدي کار روان دی او انشاالله چې لومړني توغندي به په ۲۰۲۱ کال کې وسله والو ځواکونو ته وسپارل شي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د فرات په ختیځ دویم برید: ۴ تنه ترهګر ووژل شول» د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې وسله والو ځواکونو د شانلي اورفا ولایت نه د سوریې د عین العرب په سیمه کې د ترهګرو په ځالو د توپخانې بریدونه وکړل. ویل کیږي د پ ک ک ترهګرې ډلې د سوریې د څانګو پ وای ډي او وای پ جي په ځالو په ترسره شوو دې بریدونو کې ۴ تنه ترهګر له منځه وړل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
په خبر کې راغلي دي چې دا بریدونه د پولې نه د پورې غاړې ترهګرو د بریدونو په ځواب او د ترهګرو د تثبیت نه وروسته شوي دي. دا بریدونه د مشروع مدافع په چوکاټ کې شوي دي.
د صباح ورځپاڼې « د بهرنۍ سوداګرۍ ارقام اعلان شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د سپټمبر په میاشت کې د ترکیې صادرات د تیر کال همدې میاشتې په پرتله ۲۲ عشاریه ۴ سلنه په ډیریدو سره ۱۴ میلیارده ۴۵۶ میلیونه ډالرو ته لوړ شوي دي. پدې موده کې د هیواد د بهرني تجارت کسر د ۷۷ عشاریه ۱ سلنې په راټیټیدو سره ۱ میلیارده او ۸۶۹ میلیونو ډالرو ته راټیټ شوی دی.
د ترکیې د احصایې ادارې او سوداګرۍ د وزارت لخوا په ګډه د سپټمبر د میاشتې او د جنوري او سپټمبر د میاشتو ارقام خپاره شوي دي. د نوموړو ارقامو له مخې پداسې حال کې چې تیر کال په همدې میاشتو کې د صادرات د وارداتو په پرتله ۵۹ عشاریه ۱ سلنه وو سږ کال بیا صادرات د وارداتو په پرتله ۸۸ عشاریه ۵ سلنې ته لوړ شوي دي.
د خبرترک ورځپاڼې « تاریخي سفر ترسره شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي د استانبول د نوي هوايي ډګر نه لومړنی تجاري سفر د استانبول نه انقرې ته ترسره شو. د ویلو ده چې لومړنی سفر پرون په ۱۱ بجو او ۳۳ دقیقو پيل او په ۱۲ بجو او ۱۹ دقیقو سرته ورسید. د ترکش ایرلاین ټي ک ۲۱۲۴ شمیره سفر په ۱۲ بجو او ۱۹ دقیقو د انقرې د ایسن بوغا په هوايي ډګر کې پایته ورسید. ویل کیږي دا سفر چې د بوینګ ۷۷۷ ډله الوتکه سره ترسره شو د الوتنې اجازه ورته د ترکیې د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر جاهد تورخان پخپله ورکړه.
ویل کیږي لومړی سفر د ۳۴۹ تنو مساپرو سره ترسره شو.
د ترکیې د هوايي کرښو د شرکت رئیس بلال ایکشي وویل چې د ۲۰۱۹ کال د جنوري د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره به د استانبول د نوي هوايي ډګر نه د نړۍ هر ګوټ ته په الوتنو پيل وشي.
د سټار ورځپاڼې « قطر د ترکیې نه د هجوم ځانګړې کښتو رانیولو ته تیاری نیسي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، قطر د بصرې په ختیځ کې د قاچاقبرانو د مخنیوي په خاطر چې د رادار نه د پټیدونکو ډیرو ګړندیو کښتیو نه کار اخلی غواړي د ترکیې د هجوم ځانګړې کښتۍ راونیسي.
د قطر د کورنیو چارو وزارت د ترکیې د انتالیا په ولایت کې د ځانګړو کښتیو جوړونکی یو شرکت نه په ساعت کې د ۶۵ سمندر میله د سرعت خاوندو ۶ هجوم کښتیو فرمایش ورکړی دی.