د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1078668
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې  « د ولسمشر اردوغان مهمې څرګندونې  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر  او د عدالت او پراختیا د ګوند مشر رجب طیب اردوغان  په ملي شورا کې د خپل ګوند غونډې ته په وینا کې وویل « انشاالله چې په سوریه کې د فرات نهر ختیځ لوري ته د موجودو ترهګرو  ځالي به وچي کړو. پدې اړه ټول پلانونه او تیاري ګاني  چمتو دي. په اصل کې  په فعلي ډول  بریدونه هم  پیل شوي دي. په نږدې راتلوونکې کې به  په سوریه کې  د ترهګرو پر خلاف هر اړخیز پوځي عملیات پیل کړو. انشاالله چې  د ترهګرو  سټې به  راوباسو. لکه څرنګه چې مې مخکې هم ویلي وو  یوه شپه به په ناخبره توګه  پرې  بریدونه پيل کړو. »

د ینې شفق ورځپاڼې  «  د منبیچ په اړه د دفاع د وزیر څرګندونې  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې د سوریې د منبیچ په سیمه کې  د امریکا سره د ګډو ګزمو په خاطر  روزنیز  پروګرام  پایته رسیدلی دی. نن  یا سبا به  په ګډو ګزمو پیل وشي . هغه وویل چې ددینه وروسته  وار د فرات نهر په ختیځ لورې کې د پرتو ترهګرو ډلو دی.

د وطن ورځپاڼې « ۷ تنه ترهګر چې د بریدونو لپاره يي اماده ګي نیولې وه له منځه یوړل شول »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې وسله والو ځواکونو  لخوا د خپور شوي بیان له مخې  د عراق په شمال کې د ګارا او اوشین باسیان په سیمو کې  تیره ورځ  ترسره شوو هوايي عملیاتو په ترڅ کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې په پټنځایونو او د وسلو او مهماتو په  ډیپوګانو  درانده  بریدونه وشول. پدې بریدونو کې  ۷ تنه ترهګر  چې د بریدونو لپاره يي تیاری  نیولی وو  له منځه یوړل شول.

د صباح ورځپاڼې  «  فاتح د نفتو او ګازو د پلټنې کښتۍ  لومړنۍ برمه ښکته کړه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د نفتو او ګازو د پلټنو ملي کښتۍ  فاتح  د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې  د نفتو او ګازو په پلټنو پیل وکړ. د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز  پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل ، دادی  نن  د خپلې ملي  او ځايي  کښتۍ  سره  د نفتو او ګازو  په پلټنو پیل کوو. دا پدې برخه کې  پورته شوی  یو ډیر مهم ګام  دی. د خپلې  کښتۍ سره  به د سمندر په تل کې  د ګازو او نفتو پلټنې وکړو.

د سټار ورځپاڼې « د استانبول د نوي هوايي ډګر د پرانیستو مراسمو د اروپا او روسیې په مطبوعاتو کې ډیر زیات انعکاس موندلی »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول  د نوي هوايي ډګر  لومړنۍ  برخه  د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو  د دولت او حکومت د مشرانو او جګپوړو چارواکیو په ګډون  د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو. دې مراسمو د اروپا او روسیې په مطبوعاتو کې پراخه  انعکاس موندلی دی.

د ویلو ده چې د استانبول  نوی هوايي ډګر  چې د ۷۶ عشاریه ۵ میلیونه متر مکعب مځکې د پاسه  جوړ شوی دی  لومړنۍ برخه  د ترکیې د جمهوریت د ۹۵ کلیزې پر ورځ  یعنې د اکتوبر په ۲۹ مه نیټه رسمآ پرانیستل شو. دا هوايي ډګر په نړۍ کې تر ټولو  ډګر  دی. اروپا او روسیې  مطبوعاتو ددې هوايي دګر د مالي  او تخنیکي ځانګړتیاوو په اړه خپلو لوستونکو او لیدونکو ته پراخه  معلومات ورکړي دي.



اړوند خبرونه