د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي

1073074
د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي

 

د حریت ورځپاڼې « ترکیه د ملي لوکوموتیف  سره په نړۍ کې په څلورم کتار کې ځای لري »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر جاهد تورخان  وویل چې  ترکیه  د هیبریت په نامه  د کم مصرفه  لوکوموتیف  سره  په نړۍ کې ددې تکنالوژۍ خاوند  د فرانسې، جاپان او چین نه وروسته  څلورم  هیواد دی. هغه وویل چې  ترکیې  په لومړني هیبریت  لوکوموتیف په تولید کې  ۶۰ سلنه  د ملي امکاناتو نه  ګټه پورته کړې ده .

د سټار ورځپاڼې « په قونیه کې د تولیدونکو فورک لیفت  یا د درندو بارونو د اوچتولو ماشین  لپاره د ۴۹ هیوادونو نه فرمایش »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د قونیې په ښار کې د ملي او ځايی امکاناتو سره  تولیدونکو  فورک لیفت  یا د درندو بارونو د اوچتولو ماشین لپاره  د ۴۹ هیوادونو نه  د ۱۵۱ شرکتونو لخوا د ایجنسیو  غوښتنه شوې ده . د ویلو ده چې  دا ماشینونونه  د قونیې ولایت د سلچوق پوهنتون  او ترکیې د علمي او تکنالوژیکو څیړونو د ادارې  په مرسته  جوړ شوي دي. د نوموړو ماشینونو د تولیدونکي شرکت  د تکنالوژیکو پروژو مسئول  محمود چمن  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  خپل ډیری  تولیدات  بهر ته صادروي. هغه ویلي دي چې دم ګړۍ  د ایستونیا، اتریش، بلجیم او فرانسې په ګډون  د اروپايي هیوادونو په ګډون د نړۍ ۴۹ هیوادونو نه  ۱۵۱ شرکتونو د ایجنسۍ  غوښتنه کړې ده . هغه ویلي دي چې  تر اوسه پورې د هیواد نه بهر  ۲۰ نماینده ګۍ پرانیستي دي.

د خبرترک ورځپاڼې «  د فندقو د صادراتو نوی هدف  لاتینه امریکا »  دسرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د تورې بحیرې د سیمې  د فندقو او فندقو نه د جوړیدونکو توکو د صادراتو  د ټولنې  د اجراییوي شورا رئیس  الیاس ادیب  سیوینچ  ویلي دي چې سږ کال  د فندقو د صادراتو لپاره يی  برازیل او مکسیکو  د نوو هدفونو په توګه ټاکلي دي. هغه وویل چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کال  د فندقو صادرات  د سپتمبر په لومړۍ نیټه پیل شوي دي.

هغه ویلي دي چې د صادراتو سږ کال په لومړنۍ میاشت کې  ۲۵ زره ۲۲۰ ټنه  د فندقو مغزیات صادر کړي دي. هغه وویل چې د نوو بازارونو سره  قراردودنه  د لاسلیکیدو په درشل کې دي.

د ینې شفق ورځپاڼې «  د ترکي غالیو صادرات  ډیر شوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د روان کال په لومړنیو اتو میاشتو کې  د یو میلیارد او ۴۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت  غالۍ  صادر کړي دي. په خبر کې راغلي دي چې ترکیې تر ټولو ډیر  ماشینۍ غالۍ  صادر کړي دي. ترکیې  په تیرو اتو  میاشتو کې  د یو میلیارد او ۲۵۱ میلیونو ډالرو په ارزښت ماشیني  غالۍ صادر کړي دي. تر ټولو ډير صادرات بیا امریکا  متحده ایالتونو ته شوي دي. ترکیې  په تیرو اتو میاشتو کې  ۳۵۲ عشاریه ۸ میلیونو ډالرو په ارزښت امریکا ته د غالیو صادرات کړي دي. همداشان د امریکا نه وروسته سعودي عربستان، عراق، اسپانیا  او پرتګال  په خپل وار سره په دویم ، دریم، څلورم او پنځمونو کتارونو کې ځای لري.

د وطن ورځپاڼې « فاتح ایردین  د نړۍ دویم مقام خپل کړ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د غیږ نیوونې  د نړۍوالو اتلولیو د سیالیو په چوکاټ کې  د نارینو د ازادۍ غیږنیونکې د ۸۶ کیلو وزن  په چوکاټ کې د ترکیې نامتو غیږ نیوونکي  فاتح ایردین  د سپینو زرو د مډال په ګټلو سره  د نړۍ دویم  مقام خپل کړ. دا سیالۍ چې د هنګري په پلازمینه بوداپست کې  جوړه شوې وې  د ترکیې استازي  په پایلوبه کې د امریکايي سیال سره  لوبه وکړه.



اړوند خبرونه