د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1070366
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  « امریکا د منبیچ په اړه  خپلې ژمنې ندې پر ځای کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر  او د عدالت او پراختیا ګوند مشر رجب طیب اردوغان  تیره ورځ په ملي شورا کې د خپل ګوند غونډې ته په وینا کې وویل

« امریکا متحده ایالتونو د سوریې د منبیچ په سیمه کې د ځای په ځای کړو  پ ک ک څانګو پ وای ډي او وای پ جي ترهګرو د ویستو په برخه کې  خپلې ژمنې ندي پر ځای کړي. هغه په امریکا  هر څه ژر د خپلو ژمنو د پر ځای کولو غږ وکړ.

ولسمشر اردوغان  د ترکیې او امریکا ترمنځه  د جون په څلورمه نیټه د لاسلیک شوي مطابق نه په یادونې سره وویل « د منبیچ په اړه ۹۰ ورځنۍ مهلت شتون درلود. خو له بده مرغه چې په کړو ژمنو عمل  ندی شوی. د فرات نهر ختیځ لوري ته هم  همداشان  په ژمنو عمل ندی شوی. ترکیه مجبوره ده چې  دا کار پخپله وکړي. پدې اړه  یو ډیر قوي ګام  اوچت کړي. دا ګامونه به یواځې د ترکیې  د ثبات لپاره نه بلکې په هغه سیمه کې د میشتو میلیونونو تنو  د ثبات په خاطر  پورته کړو. »

د حریت ورځپاڼې « د چاوش اوغلو لخوا د منبیچ په اړه څرګندونې  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د منبیچ په اړه د امریکا متحده ایالتونو ته غوڅ پیغام ورکړ.

هغه  د سوریې د منبیچ په سیمه کې  د امریکا لخوا د ځای په ځای کړی شوو د پ ک ک ترهګرې دلې د څانګو پ وای ډي او وای پ جي  د سیمې نه د ویستو په اړه  وویل ، پدې مسله کې د امریکا سره مطابق لاسلیک شوی دی. که چیرې  د منبیچ په مسله کې  د امریکا له لورې  د مطابقت نه انحراف  احساس کړو  خپل پخواني دریځ ته به وګرځو. امریکا ته به ووایو چې یا دا ترهګر وباسۍ او که نوي مونږ يي  له منځه وړو.

د خبرترک ورځپاڼې « د صنایعو د تولیداتو ارقام  خپاره شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د احصایې ادارې  د ۲۰۱۸ کال د اګست په میاشت کې د صنایعو د تولیداتو  ارقام  خپاره کړل. د خپرو شوو ارقامو له مخې په تولیداتو کې د تیر کال  د اګست میاشتې په پرتله  یو عشاریه ۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د ویلو ده چې   د معدن  تولیدات  ۶ عشاریه یو سلنه او برښنا او ګازو تولیدات  ۲ عشاریه نهه سلنه  لوړ شوي دي.

د وطن ورځپاڼې « د ترکیې  لپاره د افتخار ورځ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاعي صنایعو په خپل  تاریخ کې په یو قلم کې تر ټولو  ستر صادرات  پاکستان ته  ترسره کړل. د ترکیې دفاعي صنایعو پاکستان ته  سمندري ځواکونو ته  د اکمالاتو کښتۍ  تسلیم کړه. د ویلو ده چې دا کښتۍ د شل سمندري میلو د سرعت په ظرفیت جوړه شوې ده . ددې کښتۍ  اوږدوالی  ۱۵۸ متره  او سور يي  ۲۲ متر  دی. د کښتۍ  وزل  ۱۵ زره او ۶۰۰ ټنه  دی. دا کښتۍ د شپې او ورځې  د حرکت  قابلیت او د چورلکو د کیناستو او الوتنې لپاره ځانګړې برخه لري.

د سټار ورځپاڼې « د نوبل د جایزې ګټوونکي  عزیز سنجر ته د ازبکستان لخوا افتخاري دوکټورا ورکړل شوه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې نامتو  عالم  پروفیسور ډاکټر عزیز سنجر ته  د اوزبکستان  د ملي پوهنتون لخوا  افتخاري دوکټورا ورکړل شوه.

همداشان  پدې پوهنتون کې  د عزیز سنجر په اړه  یو ځانګړی کنفرانس هم  جوړ شوی وو. عزیز سنجر دې کنفرانس ته  په وینا کې وویل « د علم  په نشتوالي سره  هیڅکله هم  اعتبار  ګټلی نشو. دا اعتبار باید  ترکي نړۍ په ګډه  د کار کولو سره  ترلاسه کړي. ترکي نړۍ  باید ګډ علمي کار وکړي. ځکه چې زمونږ  ژبه  ، دین  او ریښې  یوې دي. که چیرې  مونږ په ګډه کار وکړو  ډیر زیات بریالیتوبونه به ترلاسه کړو. په علم کې به  په یو ستر طاقت بدل شو.   



اړوند خبرونه