د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/78f0/a2eb/9d62/5acb2352e7e37.jpg?time=1719050355)
د صباح ورځپاڼې « د چاوش اوغلو لخوا د عراق په اړه مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو چې د رسمي سفر په ترڅ کې عراق ته تللی دی هلته يي ډیرې مهمې څرګندونې وکړې. بهرنیو چارو وزیر وویل چې ترکیې په بصره او موصل ښارونو کې د امنیتي دلایلو له امله تړلي جنرال قونسلګرۍ بیرته پرانیزي. هغه وویل چې ترکیه به د نړۍوالو حقوقو په چوکاټ کې د ترهګرو پر خلاف چې د نړۍ په هر ګوټ کې وي مبارزې ته دوام ورکړي. د ترکیې لخوا په عراق کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ددې هیواد د پولو او ارضي تمامیت اخلال او تیری ندی. ځکه چې ترکیه هر ګام د نړۍوالو حقوقو په چوکاټ کې پورته کوي.
د حریت ورځپاڼې « د درې کلونو وروسته جاري موازنه برابره شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، سږ کال د اګست په میاشت کې د دریو کلونو نه وروسته د لومړي ځل لپاره جارۍ کسر ۳۰ نقطه ۶ میلیارده ډالره ته ورسید.
د ترکیې جمهوریت مرکزي بانک لخوا د خپرو شوو ارقامو له مخې په ۱۲ میاشتو کې جاري کسر ۵۱ میلیارده او ۱۲۵ میلیونه ډالره راټیټ شوی دی.
همداشان دې مسلې د هیواد د بهرنۍ سوداګرۍ کسر هم راټیټ کړی دی.
د وطن ورځپاڼې « ملي بم غورځونکي وسله والو ځواکونو ته سپارل کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هیواد د دفاعي صنایعو ریاست د وسله والو ځواکونو د بم غورځوونکو وسلو د اړتیا د پوره کولو په خاطر داوطلبي وکړه. په داوطلبۍ کې د هیواد یو ملي او ځايي د وسلو جوړولو شرکت قرارداد وګټه او د بم غورځوونکو په جوړولو يي پيل وکړ.
یاد شوی شرکت به ۸ زره دانې AK40-GL بم غورځوونکي جوړ او پلو ځواکونو ته تسلیم کړي. دا وسله به د شپږو میاشتو په دننه کې وسله والو ځواکونو ته تسلیم کړی شي.
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې د دفاعي صنایعو توکي په امریکا کې نندارې ته وړاندې شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاعي صنایعو مخکښو شرکتونو راکټسن او ریپکون لخوا جوړ شوي توکي په واشنګټن کې جوړ شوي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول.
د ویلو ده چې د نړۍ یو زیات شمیر هیوادونو د راکټسن شرکت لخوا جوړ شوي پوځي توکي او تکنالوژي د نږدې ننداره کړل او په اړه يي معلومات واخیستل.
د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې ساختماني شرکتونو چې په نړۍ کې په ډیر بریالیتوب سره ډیرې مهمې پروژې سرته رسولي دي په افریقا کې هم ځانګړی شهرت ترلاسه کړی دی.
د ویلو ده چې د ترکیې ساختماني شرکتونو په تیرو څلورو کلونو کې په افریقا قاره کې د ۱۵ میلیارده ډالرو په ارزښت د اوسپنۍ پټلۍ، لویې لارې، بندرونو، پلونو او تونلونو په څیر ډیرې مهمې پروژې سرته رسولي دي.