د ترکیې د ورځپاڼو  سرتکي

د ترکیې د ورځپاڼو  سرتکي

1060794
د ترکیې د ورځپاڼو  سرتکي

 

د صباح ورځپاڼې « ترکیې وسله والو ځواکونو په عراق کې هوايي عملیات ترسره کړل» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لوی درستیزوالۍ  لخوا د خپور شوي بیان له مخې  د ترکیې هوايي ځواکونو د عراق په شمال کې  د ګارا په سیمه  د هوايی بریدونو په ترڅ کې  لږ تر لږه  ۴ تنه ترهګر له منځه یوړل.

د حریت ورځپاڼې  « ولسمشر اردوغان د هیواد نامتو تاریخ پوه سره لیدنه وکړه  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د هیواد نامتو تاریخ پروفیسور ډاکټر ایلبر اورتای لي  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې حضور ته قبول کړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې  پروفیسور اورتای لي  د ولسمشر اردوغان سره  په لیدنه کې خپل شخصي کتابتون د ولسمشرۍ ماڼۍ  کتابتون ته  په ډالۍ کې ورکړ.

ولسمشر اردوغان  د پروفیسور ډاکټر اورتای لي  نه  د مننې په کولو سره  وویل چې غواړي  د ولسمشرۍ د ماڼۍ کتابتون د نړۍ تر ټولو  د معبترو او لویو کتابونونو  بدل کړي.

د ویلو ده چې پروفیسور اورتای لی  ته  په ۲۰۱۷ کال کې د ولسمشرۍ ماڼۍ  د کولتور او هنر  جایزه ورکړل شوې ده .

د وطن ورځپاڼې  « انتالیا ولایت د روس ګرځندویانو په برخه کې ریکاټ مات کړ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي انتالیا ولایت ته  د روان کال  په تیرو ۹ میاشتو کې  جمعآ ۱۱ میلیونه ۱۱۷ زره او ۴۶۰ تنه  ګرځندویان راغلي دي. پدې ګرځندویانو کې  روسان په لومړني او انګلستان بیا په دویم کتار کې ځای لري.

ویل کیږي  پدې  ۹ میاشتو کې  انتالیا ته یواځې  ۴ میلیونه ۱۳۴ زره او ۱۰۲ تنه روس ګرځندویان  او ۵۳۱ زره او ۸۹ تنه انګلیس ګرځندویان   راغلي دي.

سټار ورځپاڼې  « اسلسن د اوبو لاندې  وسله ( تورک ) ازمایښتونه په بریالیتوب  سره سرته ورسول  « د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې  د اسلسن دفاعي صنایع شرکت  په نړۍ کې د ګوتو په شمیر د هیوادونو لخوا تولید شوي د اوبو لاندې  د وسلې د جوړولو  په لاره کې ډیر مهم  پرمختګ  کړی دی.

اسلسن شرکت  د تورپیدو په نامه  د اوبو لاندې  د وسلې  مدافع او د اوبو لاندې  وسله  دواړه  جوړ کړل.

اسلسن چې دا وسله د ترکیې  د علمي او ټکنالوژیکو څیړونو  د ادارې په مرسته جوړه کړې ده  لومړني ازمایښتونه يي ورته  په بریالیتوب سره  سرته ورسول. اسلسن دا وسله په سمندر کې وازمایله.

ترکیې د تورپیدو  د وسلې د مدافع په خاطر هم  د تورک تورپیدو په نامه  وسله جوړه کړه.

د ینې شفق ورځپاڼې  «  د طبي علومو  د  سلو ترک عالمانو  د لست په سر کې عزیز سنجر ځای ونیو  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د حاجه تپې پوهنتون  د ۴۶ تنو  پوهانو سره په نړۍ کې  د سلو ترک عالمانو په لست کې  ځای نیولی دی. پدې لست کې د عزیز سنجر نوم  په لومړي کتار کې ځای نیولی دی.

ویل کیږي دا لست  د علمي علومو  په برخه کې د تحقیقاتو او څیړونو  په پایله کې  جوړ شوی دی.



اړوند خبرونه