د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/78f0/a2eb/9d62/5acb2352e7e37.jpg?time=1719200356)
د وطن ورځپاڼې « د بهرنیو چارو وزارت لخوا د یونان په مقابل کې سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د یونان نه په لویديځه تراکیا کې د ترک لږه کیو لخوا د ټاکل شوي مفتي د رسمیت پيژندو غوښتنه وکړه. ترکیې وویل چې یونان باید د مفتي د نه پیژندو په څیر دریځ ته باید د پای ټکی کیږدي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند حامي اقسوی وویل « په لویدیځه تراکیا کې ترک لږه کۍ پدې اړه خپلې اندیښنې زمونږ سره شریکوي. یونان په لویدیځه تراکیا کې د ترک لږه کیو لخوا ټاکل شوی مفتي باید په رسمیت وپیژني. په رسمیت نه پیژندولو په څیر دریځ ته باید د پای ټکی کیږدي.
یونان باید د لږه کیو حقونو ته درناوی وکړي.
د حریت ورځپاڼې « د کال د دویمې ربع د اقتصادي ودې شمیرې اعلان شوې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې اقتصاد د روان کال په دویمه ربع کې ۵ عشاریه ۲ سلنه اقتصادي وده کړې ده . ترکیې ددې اقتصادي ودې سره په اروپا کې په دویم کتار کې ځای نیولی دی. همداشان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د سازمان د هیوادونو په سازمان کې په لومړني کتار کې ځای نیولی دی.
د خبرترک ورځپاڼې « وزیر البیرق د اقتصادي ودې په اړه مهمې ارزونې وکړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق د روان کال په دویمه ربع کې د اقتصادي ودې په اړه ارزونې وکړې. هغه وویل چې په دویمه ربع کې اقتصادي ودې ته په کتو سره ښکاري چې د ترکیې په اقتصاد کې د موازي ودې بهیر پيل شوی دی.
هغه وویل چې د دریمې ربع نه په اعتبار سره به داخلي طلب یو اندازه په کلاره شي. زمونږ اصلي هدف جاري کسر او انفلاسیون دی پر وړاندې مبارزه ده.
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیې د کشمشو په صادراتو کې ریکاټ مات کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د کشمشو د صادراتو په برخه کې ریکاټ مات کړ. سږ کال د ترکیې د کشمشو صادرات ۸ سلنه ډیر شوي دي.
همداشان لرې ختیځ هیوادونو ته د کشمشو صادرات ۱۱ سلنې ته رسیدلي دي.
د سټار ورځپاڼې لیکلي دي، د کرشهیر ولایت کې د تاریخي کیندونو په چوکاټ د سلجوق او عثماني دورې اړوند ځیني تاریخي اثار موندل شوي دي.
ویل کیږي په سیمه کې تاریخي کیندې چې د څه مودې لپاره ځنډول شوې وې د ۲۰۱۲ کال راهیسې له سره پیل شوي دي.