د ترکیې د ورځپاڼوسرټکي

د ترکیې د ورځپاڼوسرټکي

1043746
د ترکیې د ورځپاڼوسرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « لوی قتل عام به وشي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د قیرغیزستان د سفر نه د راستنیدو پر مهال  به الوتکه کې  د سوریې  ادلیب په اړه  د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. ولسمشر اردوغان نړۍوالې ټولنې ته خبرداری ورکړ ( که چیرې په ادلیب  د توغندیو باران پیل شي  پدې سیمه کې به ستر قتل عامونه رامنځته شي. د ادلیب په اړه ډیر بې رحمانه  پلانونه جوړ شوي دي. هلته درې نیم میلیونه تنه بې ګناه انسانان ژوند کوي. که چیرې کوم فلاکت رامنځته شي  دا انسانان  د ترکیې نه پرته  بله د تیښته لار هم  نلري. )

د ینې شفق ورځپاڼې  « په ایکي یکه غره کې کوماندویانو   ترهګرو ته  ستر ضربه ورکړه» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د عراق په پوله کې  د ایکې یکه په غره کې  چې ترهګرو به  تل ویل چې دلته څوک راتلای نشي  کوماندو ځواکونو  ترهګرو ته  ستر ځاني زیانونه واړول. د ترکیې د وسله وال پوځ ځانګړي ځواکونه  سیمې ته تللي او په عملیاتو يي پیل کړی دی. عملیات پرته د ځنډه  دوام لري. امنیتي ځواکونو پدې سیمه کې په عملیاتو کې تر اوسه پورې ۱۶ تنه ترهګر له منځه وړي دي. همداشان په سیمه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې  ځالې تر ډیره  حده  له منځه وړل شوي دي.

د سټار ورځپاڼې « یوناني سرتیرو ترکیې ته په غیرې قانوني توګه د راتیریدو اعتراف وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، یونان په خبري رسنیو کې د خپرو شوو معلوماتو له مخې  په ترکیه کې  نیول شوي  دوه تنه یوناني سرتیري چې په غیرې قانوني توګه ترکیې ته راداخل شوي وو  د پنځه نیم میاشتې بند نه وروسته  خوشې شول. نوموړي سرتیري د خپلو قومندانانو لخوا  څیړل شوي دي. سرتیرو دا منلې ده چې ترکیې ته په غیرې قانوني توګه  داخل شوي وو.

د صباح ورځپاڼې « اسلسن په قبرس کې هډه  جوړوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاعي صنایعو لیډر  شرکت اسلسن  په شمالي قبرس ترک جمهوریت کې  د تکنالوژيکو  ازموینو  مرکز  جوړوي. د ویلو ده چې  په ۱۹۷۴ کال کې  د قبرس د سولې د حرکاتو نه وروسته په ترکیې د وسلو  د بندیز د لګولو نه وروسته جوړ شوي  شرکت  ویلي غواړي  د قبرس پور  ادا کړي. یاد شوي شرکت ویلي دي چې په قبرس کې به د خپلو ازموینو  عمومي هده جوړه کړي. خپل ټول توکي  او تولیدات به دلته امتحانوي.

د وطن ورځپاڼې « د ګرځندویانو نوی ادرس  پاموک قلعه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د دینیزلي ولایت د سپین جنت په توګه مشهور  د پاموک قلعه د کلیوپاترا حوض  چې ویل کیږي  د میلاد ۶۰ کاله وروسته د زلزلې په پایله کې رامنځته شوی دی او د مصر د وخت شهزادګۍ کلیوپاترا پکې  لمبلي دي  د ګرځندویانو  پام ځانته رااړولی دی. په خبر کې راغلي دی چې  ددې حوض په تودو او شفايي  اوبو کې  هره ورځ په زرګونو تنه  ګرځندویان لامبي.

همداشان په ځینو روایاتو کې  ویل شوي دي چې  بي بي مریم  ایفس  سیمې ته د تلو پر مهال  د سترګو خوږ  ورته  پیدا شوی وو چې  د پاموک قلعه  پدې اوبو کې  د سترګو د وینځولو نه وروسته  سترګې ښې شوې وې. د همدې امله  ویل کیږي چې دا اوبه  شفا بخشه  دي.

 



اړوند خبرونه