د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1042794
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  « تکنوفیست استانبول  پیلیږي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړنی د هوايي ، فضايي چارو او تکنالوژۍ فیستیوال  تکنوفیست استانبول  د نړۍ تر ټولو په لوی  د استانبول  په دریم هوايي ډګر کې  پیلیږي. د ویلو ده چې  د تکنوفیست استانبول  فیستیوال به  د سپټمبر په شلمه نیټه پيل او څلور ورځې به دوام وکړي. ددې فیستیوال  په چوکاټ کې به  د تکنالوژۍ سیالي، سیمنارونه  او خصوصي  سکتور  غونډې وشي.

د خبر ترک ورځپاڼې  « ترکش کارګو په دوو نورو هیوادونو کې هم څانګې پرانیستې »  د سرلیک لاندې  لیکلي دي، په نړۍ کې تر ټولو په چټکه توګه وده کوونکی  د ترکش کارګو شرکت  د رواندا  په پلازمینه  کیګالي  او د عمان  په پلازمینه  مسقط کې هم  څانګې پرانیسې. د ویلو ده چې  د ترکش کارګو شرکت  الوتکې د نړۍ د ۸۵ بیلابیلو نقطو نه  الوتنې کوي.

د سټار ورځپاڼې «ترکیه د روسیې سره  د کرنۍ په برخه کې تړون لاسلیکوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه او روسیه  د سپټمبر په پنځمه نیټه په استانبول کې جوړیدونکي  د سي ان ار استانبول  په جوړیدونکي  غونډه کې  د کرنۍ په برخه کې د تړون لاسلیکولو ته تیاری  نیسي. د ویلو ده چې  ددې غونډې نه سمدلاسه وروسته به فوډ استانبول  نندارتون  جوړ شي.

د نندارتون نه به وروسته  د ترکیې  د بهرني اقتصاد د اړیکو د شورا لخوا  د ترکیې او روسیې  ګډه سوداګریزه غونډه جوړه کړي. پدې غونډه کې به د دواړو خواوو د نساجي، اوسپنې او فولادو، خوراکي توکو، فرنیچر، کرنۍ او ماشین الاتو د سکتور  استازي  ګډون وکړي. نوموړي به د دواړو هیوادونو ترمنځه  په کاري وړتیا  خبرې وکړي. همداشان تمه کیږي چې د دواړو هیوادونو ترمنځه د کرنۍ په برخه کې ګن شمیر تړونونه هم  لاسلیک شي.

د صباح ورځپاڼې  « د ګرځندویانو نوی ادرس  پاموک قلعه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د دینیزلي ولایت د سپین جنت په توګه مشهور  د پاموک قلعه د کلیوپاترا حوض  چې ویل کیږي  د میلاد ۶۰ کاله وروسته د زلزلې په پایله کې رامنځته شوی دی او د مصر د وخت شهزادګۍ کلیوپاترا پکې  لمبلي دي  د ګرځندویانو  پام ځانته رااړولی دی. په خبر کې راغلي دی چې  ددې حوض په تودو او شفايي  اوبو کې  هره ورځ په زرګونو تنه  ګرځندویان لامبي.

همداشان په ځینو روایاتو کې  ویل شوي دي چې  بي بي مریم  ایفس  سیمې ته د تلو پر مهال  د سترګو خوږ  ورته  پیدا شوی وو چې  د پاموک قلعه  پدې اوبو کې  د سترګو د وینځولو نه وروسته  سترګې ښې شوې وې. د همدې امله  ویل کیږي چې دا اوبه  شفا بخشه  دي.

د حرییت ورځپاڼې  « د اکشن د فلمونو نامتو څیرې  وان ډم  د ترکیې ستاینه وکړه  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اکشن د فلمونو نامتو  امریکايي فلمي لوبغاړي  جان کلود وانډم  چې  په ځانګړو مراسمو کې د ګډون په خاطر  انتالیا  ولایت ته راغلی وو د ترکیې په اړه خپل نظر  او فکر بیان کړ.

هغه وویل چې د ترکیې خلک ډیر صمیمي او میلمه پاله دي. هغه  د ترکي خوړو په اړه وویل چې  د نړۍ تر ټولو  خوندور  خواړه دي. زه يي نشم  کولای چې  د کلمو سره  تعریف وکړم.

هغه وویل چې په ځانګړې توګه  په منګي کې  پوخ  شوی  کباب  ډیر  خوندور  وو.

هغه وویل غواړي چې په راتلوونکي کې په ترکیه کې د تیارو جامو  کاروبار  پيل کړي.

  



اړوند خبرونه