د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/0527/3e69/9a11/5b46f20fe501a.jpg?time=1718875908)
د وطن ورځپاڼې « د قطر پنځو لویو شرکتونو په ترکیه کې په پانګه اچونو پيل وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د قطر د دولت لخوا په ترکیه کې د ۱۵ میلیارده ډالرو د پانګه اچونې د پریکړې نه وروسته د یاد شوي هیواد خصوصي سکتور پام هم ترکیې ته راوښتی دی.
د قطر ۵ مهمو او لویو شرکتونو په لومړني پړاو کې په ترکیه کې د ۳۰۰ میلیونو دالرو په ارزښت په پانګه اچونه پيل وکړ.
د قطر رویل لینک د شرکت عمومي مدیر حسین احمد حسن ویلي دي که چیرې د قطري پانګه والو لپاره یو ځانګړی دفتر پرانیستل شي کیدای شي چې د ۵۰ میلیاردو نه ډیر د قطر پانګه ترکیې ته راشي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د ونډو په بازارونو کې د موټرو د شرکتونو بیه ۲۵ سلنه لوړه شوې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول د ونډو په بازار کې د موټرو د سکتور په برخه کې فعالیت کوونکو ۸ لویو شرکتونو د روان کال په تیرو ۸ میاشتو کې د تیر کال همدې میاشتو په پرتله عواید ۲۵ سلنه لوړ شوي دي.
د سټار ورځپاڼې « د ملي هیلي کوپټر تاریخ معلوم شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د لومړنۍ ملي ملکي چورلکې ټي ۶۲۵ ماشین په بریالیتوب سره وازمایه. د نوموړي ازمایښت په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره د چورلکې څرخونه تاو شول. په خبر کې راغلي دي چې د هیواد د انجینیرانو لخوا طرحه ، ډیزاین او جوړه شوې دا چورلکه به لومړنۍ الوتنه د سپټمبر په ۶ مه نیټه ترسره کړي.
د ویلو ده چې دا چورلکه د هوا په هر ډول حالاتو او جغرافیوي موقعیتونو، په لوړه ارتفاع، په ډیره توده هوا، د شپې او ورځې په هر ډول شرایطو کې د الوتنې په ظرفیت جوړه شوې ده .
په خبر کې راغلي دي چې ددې چورلکې په طرحه ، ډیزاین او جوړولو کې د ملي امکاناتو نه استفاده شوې ده . تمه کیږي چې ددې چورلکو نه د باربرۍ، کارګو، د پلټنې په عملیاتو، امبولانس او یو زیات شمیر نورو برخو کې ګټه پورته شي.
دا چورلکه په ځانګړې توګه جوړه شوې ده .
د صباح ورځپاڼې « په نړۍ کې د ۷ تر ټولو اوږدو د ځغاستو د لیکو نه یوه په ترکیه کې ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د موغلا ولایت د فتحیې د ولسوالۍ نه د انتالیا ولایت ته غځیدلې د ۵۴۰ کیلومترو په اوږدوالي سره د ځغاستې لیکه د ډیرې ښکلې منظرې او تاریخي مکانونو سره سیلانیانو توجه جلب کړې ده . دا لیکه چې دا ارام سمندر نه پيل د ډيرو ښکلو منظرو سره منډه وهونکو او سیلانیانو ته ډیرې ښې او په زړه پورې شیبې ورپه برخه کوي.
د خبرترک ورځپاڼې « انتالیا ولایت په اګست میاشت کې د ګرځندوی په برخه کې ریکاټ جوړ کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، انتالیا ولایت د سږکال د اګست په میاشت کې د ګرځندوی په برخه کې یو ستر ریکاټ جوړ کړ. د اګست په میاشت کې انتالیا ولایت ته ۲ میلیونه ۱۵۰ زره او ۴۴۸ تنه ګرځندویان راغلي دي.
د روان کال د جنوري د لومړۍ او اګست تر ۳۱ مو نیټو انتالیا ته جمعآ ۹ میلیونه ۶۲ زره او ۶۲ تنه راغلي دي . انتالیا ولایت د ۲۰۱۸ کال لپاره ۱۴ میلیونه تنه سلانیانو هدف ټاکلی دی.