د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1039121
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  « ډالر خپل اعتبار د لاسه ورکوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق د رسمي سفر په ترڅ کې  فرانسې ته تللی دی. برات البیرق  په فرانسه کې د نوموړي هیواد د مالیې د وزیر برونو لي مایري سره  ولیدل.

دواړو وزیرانو د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ. د ترکیې د خزانې وزیر  وویل چې د فرانسې سیال سره په لیدنه کې  د امریکا په تحریمونونو خبرې وکړې. هغه وویل چې  ترکیه او فرانسه به ددې تحریمونو پر خلاف په ګډه حرکت وکړي او امریکايي ډالرو  په نړۍوال تجارت کې  خپل اعتبار  د لاسه ورکړی دی.

د صباح ورځپاڼې « د ترکیې دفاعي صنایع د چین په خبري رسنیو کې »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د چین د فینګ هوانګ تلویزیوني کانال  په خپور کړي یو خبر کې  د ترکیې د اقتصاد سره  د دفاعي صنایعو  د تولیداتو  د مرستې په اړه خپلو نندارچیانو ته هر اړخیز معلومات ورکړي دي. په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې د دفاعي صنایعو تولیدات  په نړۍوالو بازارونو کې  د هر ورځې په تیریدو  خپل شهرت لا پسې لوړوي  او په لوی احتمال سره  چې همدا مسله  د ترکیې د اقتصادي ودې سره هم  ډیره زیاته مرسته کوي.

په خبر کې راغلي دي سره ددې چې  امریکا  متحده ایالتونه د ترکیې اقتصاد د بعضو فشارونو لاندې نیولی دی خو  په ځانګړې توګه د ترکیې دفاعي صنایعو تولیدات  ددې هیواد اقتصادي په خپو  درولی دی. د ترکي توکو  بازار  د هرې ورځې په تیریدو سره  مخ په لوړیدو  دی. دا پخپله  د ترکیې د دفاعي صنایع د سکتور د ودې  او شهرت ښکارندويي کوي.

د سټار ورځپاڼې « امریکايي اقتصاد پوځ پرکینس :ترکیه د مالي برید کوونکو په هدف کې قرار لري  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د یو تن اقتصادي بریدګر اعترافات  د کتاب  لیکوال  نامتو اقتصاد پوه جان پرکین ویلي دي پوره باور لري چې ترکیه د د پرمختګ په حال کې د هیوادونو  په منځ کې  د هدف په تخته کې کینولی دی. هغه ویلي دي چې پدې ډیر ښه پوهیږي چې امریکا  پدې وروستیو کې په ترکیې  اقتصادي فشارونو زیات کړي دي.

هغه  په ترکیې غږ کړی دی  د پيسو د نړۍوال صندوق نه لرې والی غوره کړي.

د خبرترک ورځپاڼې  « د فرانسې پخوانی ولسمشر سرکوزي او میرمن يي د رخصتي او تفریح په خاطر  ترکیې ته راغلل »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولاس سرکوزي او میرمن  يي  کارلا بروني  د رخصتۍ د تیرو او تفریح په خاطر  د ترکیې د بودروم  ولسوالۍ ته راغلي وو. په خبر کې راغلي دي چې  سرکوزي  فرانسې ته د ترکیې د هوايي ګرښو شرکت اړوند په اقتصادي  صنف کې سفر وکړ.

سرکوزي  د ترکش ایرلاین الوتکې ته د ختو پر مهال  ټولو ته  سلام ورکړ.

سرکوزي  په الوتکه کې  د ځینو مساپرو سره  خبرې وکړې او ډیر خوښ ښکاریده. یو زیات شمیر مساپرو د سرکوزي سره  عسکونه واخیستل. همداشان د سرکوزي میرمن  چې په ټوله لاره کې کتاب مطالعه کړ  په پای کې د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې  ښکلې ترکیې  د یو خوب  په څیر  وې .

 



اړوند خبرونه