د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې « د چاوش اوغلو او پومپیو ترمنځه مهمه لیدنه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د خپل امریکايي سیال مایک پومپیو سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
دواړو وزیرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د ترکیې او امریکا ترمنځه د موجودو ستونزو په حل خبرې وکړې.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې د دفاع وزیر د خپل امریکايي سیال سره ټیلیفوني خبرې وکړې » د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر جمیس ماتیس سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. دواړو وزیرانو د دوه اړخیزو دفاعي اړیکو، سوریې او د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې په مسلې خبرې وکړې.
د صباح ورځپاڼې « نامتو الماني شرکت په ترکیه کې ستره پانګه اچونه کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ وزیر مصطفی وارانک وویل چې د جرمني نامتو د بوش شرکت غواړي چې د ترکیې د بورسا په ولایت کې ستره پانګه اچونه وکړي. بوش شرکت په پام کې لري چې د نوې فابریکې نه په کال کې ۱۸۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات وکړي.
د سټار ورځپاڼې لیکلي دي چې بوسنیا هرزګوینا د فلمونو فیستیوال ته تیاری نیسي. په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې نامتو فلم جوړونکی نوري بیلګه جیلان به پدې فیستیوال کې ګډون وکړي. ویل کیږي نوموړي ته به د ټول عمر لپاره د بریالیتوب جایزه ورکړ شي. هغه به په بوسنیا کې د خپلو مینه والو سره هم وګوري. دا فیستیوال به د اګست په لسمه پيل او ۷ ورځې به دوام وکړي.
د خبرترک ورځپاڼې « دهیواد ملي منډه وهوونکی جاک علي هاروي د اروپا دریم مقام خپل کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جرمني په پلازمینه برلین کې د اروپا د ځغاستې د اتلولۍ د سیالیو په چوکاټ کې چې د ۴۹ هیوادونو نه ۱۵۴۲ منډه وهونکو ګډون کړی وو د ترکیې دوو تنو ملي منده وهونکو جاک علي هاروي او عمره ظفر بارنس پایلوبو ته لار موندلې وه.
ترکیې پدې سیالیو کې دریم مقام خپل کړ.