د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1024441
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې  « د بهرنیو چارو وزارت : د امریکا بریدګر چلند به بې ځوابه پاتې نشي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا لخوا د ترکیې په دوو وزیرانو د بندیز لګولو د پریکړې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

د بهرنیو چارو وزارت  د یو بیان په خپرولو سره  ویلي دي چې  د ترکي وزیرانو په ړاه  د امریکا متحده ایالتونو د بندیز لګولو پریکړه غندو او اعتراض  پرې کوو. په بیان کې راغلي دي چې  دا پریکړه به پرته ددې چې  اړیکو ته  زیان  ورسوي  بل کوم هدف ته خدمت ونکړي. ترکیه به د امریکا ددې پریکړې په مقابل کې باالمثل چلند وکړي. په امریکا  هر څه ژر  ددې سترې خطا نه د راګرځیدو غږ کوو.

د سټار ورځپاڼې  « د اعدام د مسلې په اړه د ولسمشر اردوغان څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د حقاري  ولایت  د یوکسک قوا په ولسوالۍ کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې لخوا  د بمي برید په ترڅ کې د  یو عسکر د شهیدې شوې  میرمنې او ۱۱ میاشتني ماشوم  د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان  د جنازې په مراسمو کې ګډونوالو ته په وینا کې وویل « د اعدام  د مسلې په اړه  زما  په نظر  ټول  ښه پوهیږئ. هر کله چې  پارلمان د اعدام  د جزا مسله  تصویب کړي  زه به يي  په هماغه  شیبه کې  توشیح کړم. یوه شیبه به پکې ځنډ ونکړم.»

د ینې شفق ورځپاڼې « په ترکیه کې د سوري کډوالو ۵ موقتي کمپونه تړل کیږي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، لکه څرنګه چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ولسمشرۍ د ټاکنیزو کمپاینونو  پر مهال  د هیوادوالو سره  ژمنه کړې وه چې  سوري کدوالو ته به په خپله وطن کې  د امن سیمه جوړه کړي او هغوې به  په ډیر امن سره  خپل هیواد ته ستانه کړي ، پدې برخه  کې لومړنی ګام  اوچتیږي.

د ترکیې د غازي انتپ ، ادي یمان او ماردین په ولایتونو کې  د سوري کډوالو پنځه موقتي  کمپونه تړل کیږي  او د هغوې لپاره  په خپله د سوريې په خاوره کې د ترکیې سره په پوله کې  نوي کمپونه جوړیږي. ویل کیږي  ددې پنځو کمپونو  ۳۴ زره ۱۸۰ تنه  کډوال  به  په ډیر خوندي توګه  نوو کمپونو ته  انتقال کړی شي.

د حریت ورځپاڼې  « ترکي انجینیرانو د نړۍ تر ټولو  چټکې کوچنۍ کښتۍ جوړه کړه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکي انجینیرانو لخوا جوړې شوې  د نړۍ تر ټولو  چټکې کوچنۍ کښتۍ  د هیواد سمندري ځواکونو ته  وسپارل شوې. دا ځانګړې  او چټکه کښتۍ  د ترکیې  د سمندري ځواکونو د اوبو لاندې  د تعرض ځانګړو ځواکونو ته  ورکړ شوي دي. ویل کیږي  دا کښتۍ به د اوړي په میاشتو کې  د ناقانونه کډوالو د مخنیوي  او ترکېې اوبو ته  د یونان د سمندري ځواکونو اړوند د هر ډول  کښتیو د اخلال د مخنیوي په خاطر  وکارول شي.

د وطن ورځپاڼې « اروپايي سیلانیانو کاپا دوکیا ته مخه کړې »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د کاپا دوکیا په سیمه کې  د ترکي ډرامو  او فلمونو  ډکیدو  سیمې ته د اورپايي سیلانیانو  توجه  جلب کړې ده .

د ویلو ده چې  په یاده سیمه کې  تاریخي  څمڅې، هوايي بالونونه، د مځکې لاندې تاریخي ښارونه  هغه څه ندي چې  د اروپايي سیلانیانو پام يي  ځانته رااړولی دی.

 



اړوند خبرونه