د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/0527/3e69/9a11/5b46f20fe501a.jpg?time=1718966063)
د صباح ورځپاڼې « د ولسمشر د ویاند مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم قالن وویل « د ملي امنیت د شورا په غونډه کې د امنیتي ګواښونو او خطراتو په وړانډې په مبارزې چې په شاوخوا ، هیواد، سیمې او نړۍ کې د رامنځته شوو پيښو نه سرچینه اخلي ټینګار وشو.»
هغه په سوریه کې د روانې کورنۍ جګړې د پایته رسولو په موخه په روانو سیاسي حلارو او پدې لاره کې د هلو ځلو نه یادونه وکړه. قالن ویل چې د سوریې د روانې جګړې د پایته رسولو په خاطر سیاسي هلې ځلې دوام لري چې د سوچي غونډې نه د بیلګې په توګه یادونه کولی شو.
د سټار ورځپاڼې « په شانلي اورفا کې د سوریې سره په پوله کې د ۶ مترو په لویوالي سره د ترکیې بیرغ وځوړل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د شانلي اورفا ولایت د اقچه قلعه ښاروالۍ د سرحدي قشلې په بڼ کې د ۶ مترو په لویوالي سره د ترکیې بیرغ وځوړو.
د ویلو ده چې دا بیرغ د سوریې د تل ابیض د سیمې نه چې د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګې پ وای ډي تر کنټرول لانده ده په ډیره روښانه توګه ښکاري.
د ینې شفق ورځپاڼې « په ترکیه کې نوې پرمختللې بې پیلوته الوتکه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې دفاعي صنایع د اولاک په نامه یوه نوې او پرمختللې ډرون الوتکه جوړه کړه. دا الوتکه چې د ثابتو او چرخیدونکو وزرو د ځانګړتیا نه برښمنده ده په ډیرې پرمختللې تکنالوژۍ سمباله ده. تمه کیږي چې ددې الوتکې په رسمي تولید د روان کال تر پایه پیل وشي. دا الوتکې به د ترهګرې پر وړانډې په مبارزه کې وکارول شي.
د حریت ورځپاڼې « د استانبول د صبیحه ګوکچن د هوايي ډګر د مساپرو ظرفیت لوړیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول د صبیحه کوکچن په نړۍوال هوايي ډګر کې د ۲۶ میلیونه ایرو پانګه اچونې سره د داخلي الوتنو لپاره جوړه شوې د ترمینل نوې ودانۍ جوړه شوه.
ویل کیږي د ترمینل د نوې ودانۍ سره به ددې هوايي ډګر د مساپرو ظرفیت په کال کې ۴۱ میلیونو تنو ته ورسیږي.
د وطن ورځپاڼې « د ګرځندوی په عوایدو کې ریکاټ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د ګرځندوی د سکتور نه د روان کال په دویمه ربع کې ۷ میلیارده ۴۴ میلیونه او ۵۹۱ زره ډالره عواید ترلاسه کړي دي.
د ویلو ده چې سږکال عواید د تیر کال په پرتله ۳۰ عشاریه ۱ سلنه لوړ شوي دي.