د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/0527/3e69/9a11/5b46f20fe501a.jpg?time=1719105837)
د وطن ورځپاڼې « اردوغان : د ټرمپ په چلند کې بدلون د هغه ستونزه ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سویلي افریقا ته د سفر پر مهال د امریکايي راحب اندریو برنسون په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. ولسمشر اردوغان د نوموړي راحب په اړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ او دفاع وزارت پڼټاګون په څرګندونو ارزونې هم وکړې. هغه وویل چې د ټرمپ د چلند بدلون زمونږ نه بلکې د هغه خپله ستونزه ده.
هغه خبرې چې چا کړي نوي او نورو ته يي د کړو په څیر ښکاره کول سمه خبره نده. دا ډول چلند زمونږ لپاره د منلو وړ ندی.
د صباح ورځپاڼې « اردوغان د جسورې فلسطینۍ پیغلې سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د عهد التمیمي سره چې د اسراییلو سره د اتو میاشتو بند نه وروسته خوشې شوې ده د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان د حنظله د جسارت د جایزې ګټوونکې عهد التمیمي ته د میړانتیا، جسارت او قوي مبارزې له امله مبارکي وویله. ولسمشر اردوغان وویل چې د التمیمي خوشې کیدل د خوښۍ خبره ده.
د سټار ورځپاڼې « د کیف نه قیصري ولایت ته د مخامخ الوتنې پیلیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د قیصري ولایت چې د وریښمو د تاریخي لارې په سر قرارلري د ګرځندوی په برخه کې د همکارۍ په خاطر د اوکراین د پلازمینې کیف نه ورته مخامخ الوتنې پیلیږي.
د ینې شفق ورځپاڼې « په پاموک قلعه ولایت کې د جهنم دروازه د ګرځندویانو پر مخ پرانیستل کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د یونسکو سازمان د نړۍوالو میراثونو په شامل د پاموک قلعه د هیراپولیس تاریخي ښار کې پنځه کاله مخکې د ارکیولوژيکو کیندونو په ترڅ کې موندل شوې د جهنم دروازې په نامه تاریخي سیمه د مرمت نه وروسته د سپټمبر په میاشت کې د سیلانیانو پر مخ پرانیستل کیږي.
د سټار ورځپاڼې « په جرمني کې د مسعود اوزیل پر ملاتړ لاریون » د سرلیک لانډې لیکلي دي، د جرمني په پلازمینه برلین کې په سلګونو تنو د نامتو فوټبالر مسعود اوزیل پر ملاتړ لاریون وکړ. لاریون کوونکو مونږ هر یو اوزیل یو تر شعارونو لانډې د هغه نه په ملاتړ لاریون وکړ.
د ویلو ده چې په خټه ترک مسعود اوزیل د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د لیدنې او په ګډه د عسکس اخیستو نه وروسته په جرمني کې د ډیر سخت تبعیض ، بې عدالتۍ او سپکو سپورو سره مخامخ شو. هغه ته د شوو سپکاویو په غبرګون کې اوزیل د جرمني فوټبال د ملي لوبډلې نه جلا شو..