د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1017499
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې  « البیرق : تاریخي غونده وه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق وویل چې په ارجنټاین کې جوړه شوې  د جي شل هیوادونو غونډه ډیره ګټوره  تیره شوه. هغه وویل پداسې یو حساس وخت کې چې نړۍوال تجارت د ډیرو سختو امتحانونو ته د تیریدو په حال کې دی  او په ترکیه کې  نوی حکومتي سیستم  په پیل کې قرار لري  ددې غونډې ترسره کیدل  ډیر ګټور وو. په ځانګړې توګه د ترکیې لپاره ځانګړی اهمیت  درلود.

د وطن ورځپاڼې « ترکیې ته باید د اف ۳۵ ډوله الوتکو سره  جزا ورنکړل شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو  د دفاع وزیر جیمز متیس کانګرس ته په وینا کې وویل « ترکیې ته باید  د روسیې نه  د اس ۴۰۰ دفاعي سیستم د رانیولو له امله  د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو سره  جزا ورنکړل شي. ترکیه  باید ددې مسلې له امله ددې الوتکو د پروګرام نه بهر نکړی شي. »

د سټار ورځپاڼې  « ترکیه د ملي تکنالوژۍ لپاره منځ مهال او اوږده مهاله سیاستونه جوړوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې چې  د دفاعي صنایعو په برخه کې د قوي تکنالوژۍ د تولید  سره  ډیر قوي پرمختګ  کړی دی  اوس غواړي چې  د ملي تکنالوژۍ لپاره منځ مهال او  اوږد مهال سیاستونه جوړ کړي. ترکیه غواړي چې ددې سیاستونو سره هیواد د پرمختللې تکنالوژۍ او مهمو مارکو د تولید ، مجازي ذکاوت، ځیرکې تکنالوژۍ او علم  په مهم  مرکز  بدل کړي.

د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې په اړه د الماني ګرځندویانو لیوالتیا ډیره شوې ده »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جرمني د سیاحتي نماینده ګیو د ټولنې رئیس  نوربیرت فیبیګ د فرانکفورتر ورځپاڼې  سره په مرکه کې ویلي دي چې  پدې وروستیو کې د جرمني د سیاحتي نماینده ګیو  چارو ډیر پرمختګ کړی دی. هغه ویلي دي چې  د الماني ګرځندویانو لیوالتیا په ځانګړې توګه  ترکیې، یونان سواحلو، بلغاریا او مصر ته  ډیره شوې ده .

هغه ویلي دي چې په ځانګړې توګه  ترکیې ته  د الماني ګرځندویانو تګ راتګ  ډیر زیات  ډیر شوی دی.

د حریت  ورځپاڼې  « ملي غشي ویشتوونکي میتي ګازوز د سروزرو مډال وګټه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جرمني په پلازمینه  برلین کې  جوړه شوې د غشي ویشتنې په نړۍواله اتلولۍ کې د هیواد ملي غشي ویشتوونکي  میتي ګازوز د سروزرو مډال ترلاسه کړ.



اړوند خبرونه