د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/78f0/a2eb/9d62/5acb2352e7e37.jpg?time=1718865073)
د خبرترک ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان خپل لومړنی بهرنی سفر دوو هیوادونو ته ترسره کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جون د ۲۴ مې په ټولټاکنو کې یو ځل بیا د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو او د لوړې د مراسمو د ادا کولو نه وروسته جولای په لسمه نیټه خپل لومړنی بهرنی سفر لومړی شمالي قبرس ترکي جمهوریت او وروسته اذربایجان ته ترسره کوي.
د وطن ورځپاڼې « د پ ک ک پر خلاف د مبارزې لپاره هر ډول همکارۍ ته تیار یو» د سرلیک لاندې لیکلي دي ، عراق د پ ک ک ترهګرې دلې پر خلاف د مبارزې په برخه کې د ترکیې سره هر ډول همکارۍ ته تیاری وښود.
د عراق حکومت تیره ورځ اعلان وکړ چې د پ ک ک پر خلاف په مبارزه کې د ترکیې سره هر ډول همکاریو ته تیار یو.
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې د نتفو شرکت ، د نفتو د پلټنې ۴ جوازه ترلاسه کړل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزارت د ترکیې د پطرولو په نامه ګډ شرکت ته د نفتو د پلټنو په خاطر ۴ جلا جلا جوازه ورکړل.
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې ملکي هوايي چلند شرکت د اروپا د هوايي شرکتونو نه ۳ برابر لا زیات خوندي او د باور وړ دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپا د ملکي هوايي چلند د امنیت اژانس د شمیرو له مخې د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین ۱۲۳ ځله کنټرول شوي دي. د نوموړو کنټرولونو په ترڅ کې ښکاره شوې ده چې د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین د اروپا د هوايي شرکتونو نه درې برابره امن او د باور وړ دی.
د حریت ورځپاڼې « د ترکیې هوايي حریم د جولای په لومړۍ نيټه د ډیر زیات هوايي ټرافیک له امله ریکاټ ټینګ کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د جولای په لومړۍ نيټه د ترکیې د هوايي حریم نه ۵ زره ۸۷ الوتکې تیرې شوي دي.
پدې ډول د ترکیې هوايي حریم د هوايي ټرافیک په برخه کې ریکاټ ټینګ کړ.
د ینې شفق ورځپاڼې لیکلي دي د یمن د خاورې نه پر سعودي عربستان راکټي برید شوی.
د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې د یمن د خاورې نه د سعودي عربستان د جازان په ښار راکټي برید شوی دی.
د سعودي عربستان د جازان د ښار د ملکي خونديتوب د ادارې ویاند یحیی الکهتاني خبري رسنیو ته ویلي دي چې د یمن د خاورې نه راتوغول شوی راکټ د جازان ښار د ماحوله په سیمه کې لګیدلی دی. پدې پيښه کې یو تن ۵ کلن ماشوم ټپي شوی دی.