د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1004474
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  « د ترکیې هوايی کرښو شرکت نړۍوالو تړون لاسلیک کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملکي هوايي کرښو شرکت  ترکش ایرلایین د امریکا د ایکسپرس ګلوبل بزنز ټریول  کمپنۍ سره  نړۍوال تړون لاسلیک کړ. ترکش ایرلایین په پام کې لري چې په نړۍ کې په دولتي او خصوصي سفرونو کې خپله ونډه  لوړه کړي.

د وطن ورځپاڼې « ددینه وروسته په ترکیه کې تولیدیږي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې   د اوزدیسان  الکترونیک  شرکت  د یو ایټالیوي شرکت سره په ګډه  په استانبول کې  د دفاعي صنایعو  د پرزه جاتو د تولید  لوی مرکز  جوړوي. په خبر کې راغلي دي چې ددې مرکز سره به د دفاعي صنایع په برخه کې  د اړتیا وړ ټوله تکنالوژي او پرزه جات په ترکیه کې تولید شي. پدې برخه کې به هیواد په خپلو خپو ودریږي  او له بهره به خپلواکه شي. »

د سټار ورځپاڼې « ترکیه یواځنی هیواد دی چې  پکې د مالوچو د تخم  ژن  ندی بدل شوی »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د مالوچو د نړۍوالې مشورتي  کمیټې  ریس د تخنیکي معلوماتو د څانګې  ریس  کاشف کرانتي  د ترکیې د ایدن ولایت نه د لیدنې پر مهال وویل چې « ترکیه یواځنی هیواد دی چې د مالوچو د تخم  ژن پکې ندی بدل شوی.» هغه وویل چې دا یوه ډیره مهم  ځانګړتیا  ده.

ترکیه  په نړۍ کې هم د مالچو د تولید او هم  د کیفیت له پلوه په لومړني کتار کې ځای لري.

د صباح ورځپاڼې  « د ۲۰۱۸ کال د ګرځندوی د سکتور  تر ټولو لویه کښتۍ د ایدن ولایت کوش اده سې کې  لنګر واچولو.

په خبر کې راغلي دي چې  دې لویې  سیاحتي کښتۍ  ۱۸۴۶ تنه ګرځندویان  د ایدن ولایت د کوش ادا سې ته  راوړي دي.

کښتۍ  کوش ادا سې ته دا لومړنی  سفر دی چې ترسره کوي.

د خبرترک ورځپاڼې  « ګوبکلي تپه د یونسکو د نړۍوالو میراثونو په لست کې شامله شوه ، د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د شانلي اورفا ولایت چې  ۱۲ زره  کلن تاریخ لري  د ګیبکلي ټپې  سیمه  د ملګروملتوو سازمان  د تاریخي میراثونو په نړۍوال لست کې شامل شو.

 



اړوند خبرونه