د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/78f0/a2eb/9d62/5acb2352e7e37.jpg?time=1718851659)
د وطن ورځپاڼې « د جون د میاشتې د صادراتو رقم اعلان شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صادراتو ټولنې د جون د میاشتې د صادراتو رقم اعلان کړ. په خبر کې راغلي دي چې د جون په میاشت کې د تیر کال همدې میاشتې په پرتله د صادراتو کچه ۵ سلنه لوړه شوي ده او یو میلیارد او ۶۰۲ میلیونو ډالرو ته رسیدلي دي.
د صباح ورځپاڼې « د دفاعي صنایع مهم توکي به په قونیه کې تولید شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاعي صنایع شرکت اسلسن د قونیې د دفاعی صنایع د شرکت سره په ګډه په قونیې ولایت کې د تولیداتو مرکز جوړوي. په خبر کې راغلي دي چې یاد شوی شرکت به ددینه وروسته خپل ډیری توکي په قونیې ښار کې تولید کړي.
د خبرترک ورځپاڼې « انتالیا په جون میاشت کې د ګرځندوی په برخه کې ریکاټ ټینګ کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انتالیا ولایت چې سږ کال د ۱۴ میلیونو تنو ګرځندویانو هدف ټاکلی دی یواځې د جون په میاشت کې د ۲ میلیونو ۱۱ زره او ۷۳۰ تنو ګرځندویانو کوربه توب کړی دی. انتالیا ولایت ددې رقم سره د ګرځندوی په تاریخ کې ریکاټ ټینګ کړ.
د حریت ورځپاڼې « اروپايي شرکتونه د سلطان داغ ګیلاسو ته ترجیح ورکوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د افیون قره هیسار د سلطان داغ ولسوالۍ ګیلاسو د نړۍ د یو زیات شمیر سینګار توکو، غذايي او درملو شرکتونو او فابریکو توجه ځانته رااړولې ده .
یاده شوې ولسوالۍ جرمني، انګلستان، بلجیم، فرانسې او هالنډ په څیر اروپايي هیوادونو ته د ګیلاسو صادرات لري.
د ینې شفق ورځپاڼې « په امریکا کې په ګډوالو خونړی برید » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د امریکا د آیداهو په ایالت کې د کډوالو په یو کور چې د یو درې کلن ماشوم د زوکړې ورځ پکې لمانځل کیده برید وشو.
یو تن ۳۰ کلن امریکايي په کدوالو د چړې برید وکړ چې په پایله کې ۹ تنه ماشومان ټپیان شوي دي چې د ۴ تنو روغتیایي حالت يی ښه ندی.
برید کوونکی نیول شوی دی.
د ملیت ورځپاڼې لیکلي دي د مکسیکو نوی ولسمشر معلوم شو.
په مکسیکو کې کین اړخی اندریس مانویل لوپیز اوبرادو د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
په مکسیکو کې د ولسمشرۍ ټاکنو غیرې رسمي پایلې اعلان شوې . د غیرې رسمي پایلو له مخې کین اړخي اندریس مانویل لوپیز اوبرادو د ۵۳ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د نوي ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.
د نوموړي هیواد د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې په ټاکنو کې د ګډون کچه ۶۲ سلنه وه.