د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « قالن : د اس ۴۰۰ توغندیو په مسله کې په شا ګام نه اوچتوو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم قالن د بلومبرګ تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې ترکیه به د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو په برخه کې به شا ګام اوچت نکړي. هغه ویلي دي چې دا مسله سرته رسیدلې ده . پدې اړه د روسیې سره تړون شوی دی. دا چې ترکیه د چا نه او څه ډول دفاعي سیستم رانیسي ددې پریکړه ترکیه کوي.
د وطن ورځپاڼې « د اروپايي چارو د وزیر لخوا افریقايي مشرانو ته د اورپايي ټولنې په اړه خبرداری » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د اروپايي ټولنې د چارو وزیر او د غړیتوب د مذاکراتو په برخه کې سرمرکچي عمر چیلیک د افریقايي هیوادونو مشرانو ته د افریقايي کډوالو په برخه کې خبرداری ورکړ . هغه په افریقايي مشرانو غږ کړی دی چې د اروپا سره د افریقايي کډوالو په برخه کې د هر ډول تفاهم نه مخکې لومړی باید د ترکیې سره لا مشوره وکړۍ. ځکه چې اروپايي ټولنې د مارچ د ۱۸ د تړون په برخه کې د ترکیې سره ډیرې زیاتې ژمنې کړې وې او یوه يي هم نده پرځای کړې. اروپايي ټولنې د نوموړو ژمنو د عملي کولو په خاطر داسې بهانې رامنځته کړي دي چې عقل يي نه مني. هغه په افریقايي مشرانو غږ کړی دی چې د اروپا سره د کډوالو په برخه کې د هر ډول تفاهم او تړون نه مخکې لومړی د ترکیې سره سلا مشوره وکړۍ. دا به ستاسې په ګټه وي.
د حریت ورځپاڼې « د مرکل لخوا د ترکیې په اړه تبصره » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ترکیې د کډوالو په برخه کې خپل ټول مسئولیتونه ادا کړي دي او پدې برخه کې اقدامات د ستایلو وړ دي. هغه ویلي دي چې مونږ د اروپا په توګه د ترکیې سره چې په ډیرو سختو شرایطو کې تر ۳ میلیونو تنو ډیرو کډوالو ته پناه ورکړې ده د ۳ میلیاردو ایرو د مرستې ورکولو ته باید پوره تیاري وښایو. هغه وویل چې هو کولای شۍ چې په ترکیې نیوکې وکړۍ خو ترکیې د کډوالو په برخه کې ډیره زیاته فداکاري کړې ده.
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې په انرژۍ اعتماد مخ په لوړیدو دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اسیا د بڼسټیزو چارو او پانګه اچونو بانک په ترکیه کې د ګازو د ستر ذخیرو د جوړولو پروژې ته ۶۰۰ میلیونه ډالره پور ورکړ.
په خبر کې راغلي دي چې په نړۍواله کچه په ترکیه کې د انرژۍ په سکتور د اعتماد کچه ډیره لوړه شوې ده .
د خبرترک ورځپاڼې « پراختیايي بانک ۴۰۰ میلیونه ډالره پوره منظور کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې پراختیايي بانک د چین د صنایع او تجارت وزارت ترمنځه د ۴۰۰ میلیونو ډالرو پور په اړه تفاهم وشو. دا پور به د ترکیې د پراختیايي بانک په مالي فعالیتونو په مصرف ورسیږي.