د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/78f0/a2eb/9d62/5acb2352e7e37.jpg?time=1719106122)
د صباح ورځپاڼې « ټرمپ اردوغان ته مبارکي وویله » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ ولسمشر اردوغان ته د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د ستر بري له امله د ټیلیفون په کرښه مبارکي وویله. د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان او ولسمشر ټرمپ په ټیلیفوني خبرو کې د جولای په ۱۱ او ۱۲ مو نیټو په بروکسل کې جوړیدونکې د ناټو د مشرانو د سرمشریزې په چوکاټ کې د مخامخ لیدنې په اړه سره تفاهم وکړ.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې د اقتصادي لمبرو په اړه مهم پرمختګ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جاپان د اقتصادي درجه بندیو نړۍوال سازمان جاپان کریدت ریتڼګ ویلي دي چې په ترکیه کې د جون په ۲۴ مه نیټه د ترسره شوو ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو له امله پدې هیواد کې د داخلي سیاستونو په اړه ناڅرګندي تر ډیره حده له منځه تتلې چې دا مسله د اقتصادي لمبرو له پلوه مثبت ګام دی.
د صباح ورځپاڼې « انتالیا ته تر اوسه پورې څه پاندې څلورنیم میلیونه تنه سیلانیان راغلي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، انتالیا ولایت په ۲۰۱۸ کال کې د ګرځندوی په برخه کې یو ډیر مهم هدف ټاکلی دی. انتالیا په ۲۰۱۸ کال کې ۱۴ میلیونه تنه سیلانیانو هدف ټاکلی دی. انتالیا ته د ۲۰۱۸ کال د پیل راهیسې د جون تر ۲۵ مې نیټې څه باندې څلورنیم میلیونه تنه سیلانیان راغلي دي. دا ولایت ټاکلي هدف ته ګام په ګام نږدې کیږي. ویل کیږي سږ کال انتالیا ته د راغلو سیلانیانو کچه ۴۲ سلنه لوړه شوې ده .
د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې هوايي شرکت د جون په ۲۵ مه ریکاټ جوړ کړ »
د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې د جون په ۲۴ مه نیټه د ټولټاکنو نه وروسته هیوادوالو د رای ورکولو نه وروسته سیاحت ته د وتو په خاطر د ترکیې هوايي کرښو شرکت د جون په ۲۵ مه نیټه په ټوله نړۍ کې د خپلو الوتنو شمیره د ۱۵۰۰ نه لوړه کړه چې دا یو ریکاټ وو.
د حریت ورځپاڼې « د چین د چاپي رسنیو او ټولنیزې مډیا استازي په استانبول کې راټول شوي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د یونس امره انیستیتیوت چې د ترکي ژبې، کولتور او تاریخ د معرفي په برخه کې په نړۍ کې مهمې پروژې د لاس لاندې نیولي دي « زمونږ میلمانه شۍ » د پروژې په چوکاټ کې د چین د چاپي رسنیو او ټولنیزې مډیا استازي په استانبول کې سره راټول شول. یونس امره انیستیتیوت چینیايي میلمانه لومړی په استانبول کې د ترکیې د پیسو موزیم ته یوړل او هلته يي ورته معلومات ورکړل.
چینايی میلمنو ته د موزیم د اثارو په اړه په هر اړخیزه توګه معلومات ورکړل شول.