د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

994943
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې  « د ترکیې ځواکونو په منبج کې په ګزمې پیل وکړ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سامسون  ولایت کې په زرګونو تنو هیوادوالو ته وینا وکړه. هغه  دلته  وویل چې  د ترکیې  وسله وال ځواکونه  د سوریې د منبج  ښار ته  داخل  او په یاد شوي ښار کې په ګزمې پیل کړی دی.

د حریت ورځپاڼې « په روسیه کې  فوټبال نړۍوال جام  د ترکي تازه میوو صادرات لوړ کړل »  د سرلیک لاندې  لیکلي دي ، سږ کال په روسیه کې د فوټبال د نړۍوال جام د سیالیو له امله  د جون د ۱۷ مې نيټې نه په اعتبار سره  روسیې ته د ترکيې تازه میوو صادرات  د پام  وړ لوړ شوي دي. د ویلو ده چې  په ځانګړې توګه د ترکیې نه روسیې ته  الوبالو او ګیلاسو  صادرات د پام وړ ډیر شوي دي. ترکیې  په سږني  سیزن کې  تر اوسه پورې نړۍ ته ۴۵ زره ۱۹۶ ټنه  الوبالو او ګیلاس  صادرکړي دي چې  ۲۸ سلنه يي روسیې ته شوي دي.

د سټار ورځپاڼې  « د نړۍ تر ټولو  لویه د ساختماني چارو کې کښتۍ  د چناق کلا د تنګۍ نه  تیره شوه  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ تر ټولو لویه  د ساختماني  چارو کښتۍ چې  د سمندر په تل کې د ترک جریان د ګازو د نللکې د غځولو چارې په غاړه اخیستي دي  د چناق کلا ولایت  د تنګۍ نه تیره شوه.

د ینې شفق ورځپاڼې  « د بې کارۍ کچه  یوه خانه يی رقم په درشل کې »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د بې کارۍ شمیره  اعلان شوه. په خبر کې راغلي دي چې په ترکیه کې د روان کال د مارچ په میاشت کې  د بې کارۍ کچه  د تیر کال همدې میاشتې په پرتله  د یو عشاریه ۶ سلنې په راټیټیدو سره  لس عشاریه یو سلنې ته  راټيته شوې ده . د ویلو ده چې  پدې موده کې  د بې کارانو شمیره  د ۴۳۲ زرو تنو په کمیدو سره  ۳ میلیونه ۲۱۰ زرو تنو ته  راټیټه شوې ده .

اقتصاد پوهانو دې پرمختګ په اړه هیلې څرګندې کړي او ویلي دي چې  په ډیر نږدې راتلوونکې کې به په ترکیه کې  د بي کارۍ کچه یو خانه يي رقم ته راټیټ شي.

د خبرترک ورځپاڼې  « د بالکسیر ولایت د ګرځندوی د سږني سیزن نه ډیر خوښ  دی»  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ایژې په شمال کې پروت د ترکیې د بالکیسیر ولایت د ګرځندوی  اصلي مرکز د ایدرمیت  په خلیج کې  هوټلونه  سل په سلو کې  ډک شوي دي.

د ویلو ده چې د اختر د رخصتیو  له امله  سیمې ته  په سلګونو زره تنه کورني او بهرني سیلانیان  تللي دي.

د سیمې د ګرځندوی سکتور  د سږني  سیزن نه  ډیر  خوښ دي.



اړوند خبرونه