د ترکیې د ورځپاڼې  سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼې  سرټکي

988891
د ترکیې د ورځپاڼې  سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې  « چاوش اوغلو : د یونان سره  د کډوالو د بیرته منلو تړون وځنډول شو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش  په انتالیا ولایت کې  یوې غونډې ته وویل چې  ترکیې  د یونان نه د کډوالو د بیرته منلو اړوند  تړون ځنډولی دی.

چاوش اوغلو په انتالیا ولایت کې  د ځايي خبري رسنیو د استازو سره  غونډه وکړه.

هغه  دلته  د یو خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ترکیې د یونان  پر خلاف چې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان غړي کودتاچیان يي  خوشې  کړل  کوم  بندیز په نظر کې لري او که نه؟ داسې وویل، د هر څه نه مخکې باید ووایم  چې ترکیې  د یونان نه د کډوالو د بیرته منلو تړون  ځنډولی  دی.

د حریت ورځپاڼې  « د متیس لخوا د ترکیې سره د همکارۍ پیغام  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي چې  د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر جیم متیس  د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې  د ګډون  په موخه بروکسل ته سفر وکړ. هغه  په الوتکه کې  د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. جنرال متیس  د منبج په مسله کې  د ترکیې سره  د همکارۍ په برخه کې مهم پیغامونه ورکړل. هغه وویل چې  د ترکیې د مشروع  ګټو په چوکاټ کې  باید  ددې هیواد  سره  یوه ګډه  لار  ومومو.

د وطن ورځپاڼې  لیکلي دي د ترکیې  د انرژۍ او طبعي  زیرمو وزیر برات البیرق  وویل چې  د بور  کاربور  د تکنالوژۍ  نه په استفادې سره  به په هیواد کې  د بور د معدنونو ارزښت ۲ زره برابره  لوړ کړو. هغه وویل چې  ددې تکنالوژۍ سره  به د بور قیمت  د ۴۰۰ نه  ۴۰۰ زرو ته  لوړ کړو.

د ینې شفق ورځپاڼې  « امریکايي  شرکتونو په اړه څیړنې  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د اقتصاد وزیر نیهات زییبکچي  وویل چې  د امریکا متحده ایالتونو  لخوا په اوسپنې، فولاد او المبونیمو  د اضافه مالېې د لګولو په مقابل کې  ترکیې  هم  په ځینو تدابیر  لاس پورې کړی دی.

هغه وویل چې مونږ  پوهیږو  چې ځیني  ډیر لوی لوی امریکايي شرکتونه  په غیرعادلانه  رقابتونو کې  لاس لري. ددې رقابتونو نه  ملاتړ کوي  او زمینه ورته برابروي.ددې شرکتونو په اړه د څیړونو د پيلولو  په خاطر  په ګډه کار دوام لري.

د سټار ورځپاڼې  « د سوریې لپاره د ملګروملتونو ځانګړی استازی استانبول ته راغلی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سوریې لپاره د ملګروملتونو سازمان ځانګړی استازی  ستیفن دا مستورا  د سوریې د سیاسي بهیر په اړه د خبرو  او تماسونو په خاطر استانبول ته راغلی دی.

ملګروملتونو سازمان پدې اړه ویلي دي چې  مستورا  د سوریې د سیاسي بهیر په اړه  د خبرو اترو په موخه استانبول ته تللی دی.   

 



اړوند خبرونه