د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « بوزداغ : هره شیبه ددې احتمال شته چې ترکیه قندیل ته داخل شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال او د حکومت ویاند بکر بوزداغ د وزیرانو د شورا د غونډې نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه وویل چې ددې احتمال شته چې ترکیه ددینه وروسته هره شیبه د عراق په شمال کې د قندیل سیمې ته چې د ترهګرو اصلي ځاله ده داخل شي. هغه وویل هره شیبه هر څه ممکن دي.په کوم ځای کې چې ترهګر وي او ترکیې ته ګواښ جوړوي هغه ځای د ترکیې لپاره هدف دی.
د سټار ورځپاڼې « چاوش اوغلو : د ترکیې او امریکا ترمنځه په اړیکو کې د فریب ورکولو بهیر باید له منځه ولاړ شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د امریکا متحده ایالتونو په پلازمینه واشنګټن کې د خپل امریکايي سیال مایک پمپیو سره د سوریې د منبیچ په اړه د غونډې نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه وویل چې د ترکیې او امریکا ترمنځه په اړیکو کې د فریب یا غولولو بهیر باید له منځه یوړل شي. د سوریې د منبیچ مسله یو ډیر مهم فرصت او ګام دی.
د وطن ورځپاڼې « د ملي جنګي بیړۍ د پلورلو بهیر وروستي پړاو ته رسیدلی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر نورالدین جانکلي وویل چې په ترکیه کې په ځايي او ملي امکاناتو جوړې شوې د څلورو جنګي بیړیو د پلورولو چارې په وروستي پړاو کې قرار لري. ددې سودا د ترسره کیدو په صورت کې به دا په یو ځل د ترکیې نه د دفاعي صنایع توکو په برخه کې د صادراتو تر ټولو لوی رقم وي.
د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې پرته د چلوونکي کوچنی ټانک دندې ته چمتو دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د دفاعي صنایع د شرکتونو لخوا جوړ شوی او د عسکري الکترونیک صنایع شرکت اسلسن لخوا په د وسلو په پرمختللي سیستم سمبال شوی د عقاب په نامه کوچنی ټانک ټول امتحانونه په بریالیتوب سره سرته ورسول او د دندې لپاره چمتو شو.
د حریت ورځپاڼې « ځای پاتې ندی » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د موغلا ولایت د مارماریس په ولسوالۍ کې په هوټلونو کې د پاتې کیدو لپاره ځای پاتې ندی. د یاد شوي ولایت د ګرځندوی د سکتور مسئولینو ویلي دي چې د مارماریس ولایت ته دومره بهرني او کورني سیلانیان راغلي دي چې هوټلونه ډک شوي دي.
نوموړو ویلي دي چې سیلانیان د ورځې د یادې شوې ولسوالۍ د سمندر غاړې او سواحل جم او جوش کوي او د شپې لخوا د ښار لارې او کوڅې.
د نوموړو په وینا په یاده شوې ولسوالۍ کې هوټلونو او نیمه هوټلونو کې د پاتې کیدو په خاطر ځای پاتې ندی.
سږ کال د اوړي د سیزن د پیلیدو سره سم په زرګونو سیلانیان وار د مخه یادې شوې ولسوالۍ ته راغلي دي.