د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « د اف ۳۵ ډوله پنځم نسل الوتکو لپاره ترکیې ته رسمي بلنه ورکړل شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لخوا د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د رانیولو په غبرګون کې د امریکا یو زیات شمیر سناتورانو په ترکیې د اف ۳۵ ډوله پنځم نسل جنګي الوتکو د پلورولو سره سخت مخالفت وښود او ترکیې ته ددې الوتکو د نه ورکولو غوښتنه وکړه. ترکیې د امریکايي سناتورانو ددې مخالفت سره سخت غبرګون وښود.
امریکا د ترکیې د سخت غبرګون نه وروسته ترکیې ته د نوموړو الوتکو د لومړنیو تسلیماتو په اړه ترکیې ته رسمي بلنه ورکړه.
ترکیې ته لومړنۍ اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکه د جون په ۲۱ مه نیټه سپارل کیږي.
د وطن ورځپاڼې « شمشک : ترکیې ته د بهرنیو پانګو جریان پیل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په اقتصادي چارو کې د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال محمد شمشک د یو خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د بهرنیو پانګه والو سره د مخامخ لیدونو نه وروسته هیواد ته د بهرنیو پانګو جریان پیل شوی. ترکیې ته بهرنۍ پانګه راماتې شوي دي.
د خبرترک ورځپاڼې « بودروم ولسوالي د بهرنیو سیلانیانو د خوښې ځای » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې، اوکراین ، سویډن ناروې په څیر د هیوادونو نه راغلي په زرګونو تنه سیلانیان د بودروم ولسوالۍ ته راغلي دي. په خبر کې راغلي دي چې یواځې د پنجشنبې په ورځ بودروم ولسوالۍ کلو ته تر ۴ زرو ډیر سیلانیان راغلي دي.
ویل کیږي په بودروم ولسوالۍ کې د هوا تودوخې درجه ۳۲ او د سمندر د اوبو د تودوخي درجه شل درجې ښودل شوې ده .
د صباح ورځپاڼې « جستینین پل د یونسکو د نړۍ د تاریخي میراث په لست کې شامل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکيې د سکاریا ولایت تر ټولو د تاریخي اثارو نه د ایه صوفیه همزولی د جستینین پل د ملګروملتونو د یونسکو سازمان لخوا د نړۍوالو میراثونو په لست کې شامل کړې شو.
د سټار ورځپاڼې « ترکیه د پانګه والو لپاره د مځکې پر سر جنت » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ایران – ترکیې د سوداګریزې خونې ریس رضا قاسمي وویل چې ترکیه د پانګه والو لپاره د مځکې پر سر جنت دی.