د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

982961
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  « ترکیه او امریکا د منبیچ په مسله کې په تفاهم  ورسیدل »  د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې  او امریکا ترمنځه  د سوریې د منبیچ د سیمې نه  د پ ک ک ترهګرې ډلې  د ویستو په مسله کې پ تفاهم ورسیدل. د تفاهم  له مخې  پ ک ک ترهګره ډله  به  په درې  پړاونو کې  د منبیچ د سیمې نه  ووځي.

د سټار ورځپاڼې  « اردوغان : په ځايي او ملي موټر کې به تر ټولو پرمختللې تکنالوژۍ نه کار واخیستل شي  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  د نړۍ نامتو پانګه وال  او متشبص او د تیسلا  بڼسټ ایښودونکي  ایلون موسک کې  د ترکیې د ملي او ځايي موټر د پروژې په اړه خبرې کړي دي. ولسمشر اردوغان وویل چې  پدې موټر کې به  د نړۍ تر ټولو  پرمختللې ټکنالوژۍ نه  کار واخیستل شي.

د وطن ورځپاڼې  « مرستیال لومړی وزیر لندن ته تللی  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په اقتصادي چارو کې د لومړي وزیر مرستیال محمد شمشک  د رسمي سفر په ترځ کې د انګلستان پلازمینې لندن ته سفر کړی دی. مرستیال لومړي وزیر  ویلي دي چې په لندن کې د اقتصادي مسایلو په اړه  لیدنې کتنې ډیرې ګټورې وې.

د خبرترک ورځپاڼې « د اقتصادي همکاریو او پراختیا تشکیلات په استانبول کې مرکز پرانیزي  » د سرلیک لاندې لیکلي دي   ، د اقتصادي همکاریو او پراختیا تشکیلات چې عمومي مرکز يي په پاریس کې دی  ویلي دي چې غواړي په استانبول کې هم  یو مرکز پرانیزي. یاد شوي سازمان ویلي دي چې  د استانبول په مرکز کې به یواځې او یواځې د سیمې لپاره سیاستونه  جوړ شي.

د صباح ورځپاڼې «  د ټاکل شوې مودې نه ۷ میاشتې مخکې تسلیم کړ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ډرون یا بې پيلوټه الوتکو  شرکت بیرقدار  د هیواد ژاندارم ځواکونو ته  ۶ په وسلو سمبال  ډرون  الوتکې  په بریالیتوب سره د امتحاني دورې د سرته رسولو نه وروسته  تسلیم کړې.

په خبر کې راغلي دي یاد شوې ډرون الوتکې  په قرارداد کې د ټاکل شوې مودې نه  ۷ میاشتې مخکې  ژاندارم  ځواکونو ته  وسپارل شوې.



اړوند خبرونه