د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « د نړۍ تر ټولو په لوی هوايي دګر کې لومړنۍ امتحاني الوتنه ترسره شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول د نوي هوايي ډګر چې ساختماني چارې دوام لري او ډیری چارې يي سرته رسیدلې دي ځغاستې لیکه يي وازمایل شوه. ویل کیږي د نوي هوايي ډګر د ځغاستې لیکې د سیروالسفر ماشینونه وازمایل شول. په ځغاست لیکه کې د الوتکې لومړنۍ الوتنه ترسره شوه. ویل کیږي دا امتحان د ځانګړې الوتکې سره ترسره شو. د امتحانونو په پای کې وویل چې ځغاست لیکه الوتنو ته چمتو ده.
د خبرترک ورځپاڼې « په انتالیا ولایت کې هوټلونه په جون میاشت کې سل په سلو کې ډک شوي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هیواد د ګرځندوی سکتور ویلي دي چې د جون میاشت د ګرځندوی د سکتور لپاره تر ټولو مصروفه میاشت وي. په خبر کې راغلي دي چې د جون په ۲۴ مه نیټه د ولسمشرۍ او ملي شورا د ټولټاکنو نه مخکې ډیری هیوادوالو د اختر د رخصتیو نه په استفادې سره په هوټلونو کې ځایونه ریزرف کړي دي.
د ګرځندوی سکتور ویلي دي چې په ځانګړې توګه هیوادوال د اختر د رخصتیو په خاطر د انتالیا نه سربیره د ایژې د بودروم ، چشمې، مارماریس، کوش اده سي په څیر د رخصتیو مهمو مرکزونو ته ترجیح ورکوي. همداشان په ځانګړې توګه بهرني ګرځندویان بیا د انتالیا ولایت ته ترجیح ورکوي. د انتالیا په ولایت کې د روژې د مبارکې میاشتې سره سره ټول هوټلونه سل په سلو کې ډک شوي دي.
د وطن ورځپاڼې « عرب مدني فعالینو د ترکیې د ګرځندوی د سکتور نه د ملاتړ په خاطر کمپاینونه پیل کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، عرب مدني فعالینو د ترکېې د د ګرځندوی د سکتور نه د ملاتړ په خاطر په ټولنیزه مډیا کې کمپاینونه پیل کړي دي.
د قطر، کویټ او عمان پرمختللو مدني فعالینو « د اوړي رخصتي په ترکیه کې ښایسته ده » تر نامه لاندې کمپاینونه پیل کړي دي. نوموړي عرب ګرځندویان د رخصتیو په خاطر ترکیې ته د تلو لپاره تشویقوي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د اروپا د مانګالا د اتلولیو د سیالیو کوربه توب ترکیه کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د مانګالا د فدراسیون لخوا جوړ شوی د اناتولیا ۲۰۱۸ کال د ذکا لوبو فیستیوال د ۷ جلا جلا هیوادونو ترکیې ، قزاقستان، قیرغیزستان، روسیه ، پاکستان، مغلستان او ګانا نه د ۲۰۰ تنو لوبغاړو په ګډون په انتالیا ولایت کې ترسره شو.
په خبر کې راغلي دي چې دا فیستیوال چې د تیرو دریو کلونو راهیسې په منظم هر ډول هر کال جوړیږي د ګډون کچه پکې مخ په لوړیدو دی.
په خبر کې راغلي دي چې ددې فیستیوال نه موخه د لا زیاتو هیوادونو ګډون دی.
د صباح ورځپاڼې « ترکیې ایران ته په دوو ګولونو ماتې ورکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د فوټبال ملي لوبډلې د تیاریو د سیالیو په ترڅ کې تیره شپه د ایران سره سیالي وکړه.
د ترکیې د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغالي جینک توسون رقیبې لوبډلې ته د دوو ګولونو په ورکولو سره دوه د یو په مقابل کې ماتې ورکړه.
په خبر کې راغلي دي چې د ایران لوبډلې بیا ګول د سیالۍ په وروستیو دقیقو کې واچو.