د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/a9ea/d60d/1b96/58255f645da05.jpg?time=1718915367)
د وطن ورځپاڼې « د جیوترمال نه د برښنا په تولید کې ۳۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د جیوترمال د برښنا د سنټرالونو د ټولنې لخوا د خپرو شوو شمیرو له مخې په ترکیه کې د ۲۰۱۸ کال په لومړنۍ څلورو میاشتو کې د جیوترمال نه د برښنا په تولید کې ۳۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی. په خبر کې راغلي دي چې د نوي کیدونکي او جیوترمال برښنا په تولید کې د پام وړ زیاتوالی ترسترګو کیږي.
د سټار ورځپاڼې « په ترکیه کې یو بل نوی هوايي دګر جوړیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال او د حکومت ویاند بکر بوزداغ وویل چې د ترکيې یوزګاټ ولایت به د ۲۰۱۹ کال په دویم نیمايي کې د ګړندي ریل ګاډي خاوند شي. هغه وویل چې پدې ولایت کې مو نوی هوايي ډګر هم جوړ کړی چې د جون په دریمه نیټه به يي رسمآ پرانیزو.
د صباح ورځپاڼې « د تاناپ پروژه وروستۍ مرحله کې قرار لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اذربایجان ګازو د ترکیې له لارې د اروپا بازارونو ته انتقالوونکې د ترانس انادولو د ګازو د نللیکې د پروژې ساختماني چارې وروستۍ مرحلې ته رارسیدلي دي. په خبر کې راغلي دي چې د یادې شوې پروژې په چوکاټ کې د ترکیې د ارداخان په ولایت کې وروستۍ چارې د سرته رسیدو نه وروسته به په فعالیت پيل وکړي.
د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې سرې میاشتې د قطر د خیریه ټولنې سره په ګډه د یمن سره د یو میلیونو ډالرو مرسته » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې سرې میاشتې د قطر د خیریه ټولنې ترمنځه پدې اړه یو ګډ پروتوکول لاسلیک شو. ددې پروتوکول له مخې د ترکیې سره میاشت او د قطر خیرته ټولنه به د یمن سره یو میلیون ډالره نقدي مرسته وکړي.
په خبر کې راغلي دي چې پروتوکول د ترکیې د سرې میاشتې د ریس کریم قینیک او قطر د خیریه ټولنې د ریس فیصل راشد ترمنځه لاسلیک شو.
د ترکېې د سرې میاشتې ریس پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې په یمن کې د نړۍ تر ټولو لوی انساني تراژیدي دوام لري. د یمن سره د مرستو په خاطر مو په ګډه کمپاین پیل کړی چې ددې کمپاین په پیل کې مو د نوموړي هیواد سره د یو میلیون ډالره مرسته وکړه.
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې وسله وال پوځ په نوې تکنالوژۍ سمبال شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاعي صنایع مشاوریت ویلي دي چې ۲۰۱۷ کال ددوې له پلوه د تسلیماتو له امله ډیر مصروف تیر شو. یادې شوې ادارې ویلي دي چې په ۲۰۱۷ کال کې د ترکیې وسله وال پوځ ته نوې وسلې، مهمات، لوازم او زریهداره ګاډي ورکړل. په خبر کې راغلي دي چې په ۲۰۱۷ کال کې د بورا او ک په نامه د توغندیو امتحاني دورې هم پایته ورسیدې. پدې کال کې د ترکیې وسله وال پوځ ته تر ۲۰۰ ډیرې د ک په نامه او تر ۵۰ ډیرې د بورا په نامه پرمختللي توغندي ورکړي دي.
همداشان په ۲۰۱۷ کال کې د ترکیې وسله وال پوځ ته ۲۰ عدده بې پیلوټه الوتکې، ۹ د اټاک په نامه پرمختللې جنګي چورلکې، ۵ اس ۷۰ ډوله سکورسکي چورلکې او دوه هم ای ۴۰۰ ام ډوله الوتکې سپارل شوي دي.
همداشان پدې کال کې امنیتي ځواکونو ته تر ۶۵۰ ډیرو کوبرا دوه ډوله ، کیرپي او اژدهار په نامه زغروالې او زریهداره ګاډي ورکړل شوي دي.
همداشان سمندري ځواکونو ته پرمختللې جنګي کښتۍ ورکړل شوي دي.