د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/a9ea/d60d/1b96/58255f645da05.jpg?time=1718775301)
د صباح ورځپاڼې « اردوغان د فلسطین ډیپلوماسۍ ته دوام ورکوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فلسطین د وروستیو پرمختګونو په اړه د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل ، ایران ولسمشر حسن روحاني او روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان د جرمني د لومړۍ وزیرې سره په ټیلیفوني خبرو کې د اسراییلي سرتیرو لخوا په غزه کې په بې ګناه انسانانو د مخامخو بریدونو او په ترڅ کې د ۶۳ تنو د وژل کیدو په زرګونو تنو د ټپي کیدو په اړه خبرې وکړې. دواړو مشرانو ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې موجوده تابلو او پرمختګونه په سیمه کې د روانې ستونزې حل ناممکنه کوي.
ولسمشر اردوغان وروسته د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
همداشان ولسمشر اردوغان د فلسطین په وروستیو پیښو د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم خبرې وکړې.
د سټار ورځپاڼې « د ترکېې او امریکا ترمنځه د مهمو لیدونو کتنو نیټه معلومه شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي دي چې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو سره به د جون په څلورمه نیته په امریکا کې وګوري. د ویلو ده چې دا لیدنه به په پلازمینه واشنګټن کې ترسره شي.
ددې لیدنې اصلي موضوګانې د سوریې او منځني ختیځ وروستي پرمختګونه ، دوه اړخیزه اړیکې او د پ ک ک او فتح الله ګولن ترهګریزو سازمانونو پر خلاف د مبارزې په اړه دي.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې لوی درستیز دوه مهمې لیدنې وکړې» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار د یونان د لوی درستیز سربیره د امریکا د لوی درستیز سره هم لیدنه وکړه.
دا لیدنې تیره ورځ د ناټو سازمان د عسکري کمیټې د لوی درستیزوالانو د غونډې په چوکاټ کې وشوې.
د ترکیې لوی درستیز اکار پدې غونډه کې د ګډون په موخه تیره ورځ د بلجیم پلازمینې بروکسل ته سفر کړی وو.
د ویلو ده چې د ترکیې لوی درستیز د ایژې په سمندر کې د یونان سره د رامنځته شوي ستونزې نه وروسته د لومړي ځل لپاره د نوموړي هیواد د لوی درستیز سره لیدنه وکړه.
همداشان ستر جنرال اکار وروسته د خپل امریکايي سیال جوزیف ډانفورد سره ولیدل.
پدې لیدنه کې د دواړو هیوادونو د اړیکو سربیره د منځني ختیځ او سیمې په وروستیو پرمختګونو خبرې وشوې.
د حریت ورځپاڼې « د هیواد د اقتصاد په اړه د مرستیال لومړي وزیر مهمې څرګندونې» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې په اقتصادي چارو کې د لومړي وزیر مرستیال محمد شمشک ویلي دي چې د ټولټاکنو نه وروسته به اقتصاد لا پسې وده وکړي. هغه د بلامبورګ نیوز لخوا ترکېې په اړه د خپور کړي خبر په ځواب کې ویلي دي چې په ترکیه کې به معقول سیاست حاکم شي.
د ینې شفق ورځپاڼې « اکداغ : اسراییلو او مصر د ټپیانو د انتقال په خاطر الوتکې ته اجازه ورنکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال رجب اکداغ د شمالي قبرس ترک جمهوریت د ولسمشر مصطفی اقنجي او لومړي وزیر توفان ایرخورمان سره جلا جلا لیدنې وکړې.
هغه وروسته خبري غونډې ته وویل چې اسراییلو او مصر ترکیې ته د فلسطیني ټپیانو د انتقال مخه ونیوله. هغوې الوتکو ته اجازه نه ورکوي. الوتکه باید په مصر کې کیني . خو له بده مرغه چې دواړو هیوادونو تر اوسه پورې دې خبرې ته اجازه نده ورکړې.