د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

971283
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  « اردوغان : اسراییل  یو ترهګر  او تروریست دولت دی . » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر اردوغان  د امریکا لخوا بیت المقدس ته د خپل سفارت د انتقالولو  او پرانیستو په ورځ  د اسراییلو لخوا د لسګونو تنو بې ګناه او مظلومو  فلسطیني وګړو  د شهیدولو  په غبرګون کې وویل « اسراییل د دولت په کچه  ترور  کوي. اسراییل  یو ترهګر او تروریست  دولت  دی. ترکیه به د فلسطین د خلکو نه  ملاتړ ته دوام ورکړي. »

دا په ښکاره توګه  قتل عام  دی. ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  د انګلستان په پلازمینه  لندن کې  ترکي زده کوونکو ته  په وینا  کې وکړې. هغه وویل  اجازه به ورنکړو  چې نن ورځ د بیت المقدس  د لاسه ورکولو د ورځې په توګه یاده شي.

د خبرترک ورځپاڼې  « د ترکیې مرستیال لومړی وزیر : بیت المقدس د خپلواکه فلسطیني دولت پلازمینه ده »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال  او د حکومت ویاند  بکر بوزداغ  د اسراییلي یرغلګرو ځواکونو  د لسګونو تنو بې ګناه  فلسطینیانو  د شهیدولو  په اړه سخت غبرګون وښود.

هغه وویل چې  پرونی  قتل عام به د نړۍ په تاریخ کې  د تورې دوشنبې د ورځې په توګه  ثبت شي. امریکا  متحده ایالتونو د نړۍوالي تولنې  ازاده اراده، حقوق  او اصلونه  د خپو لاندې په کولو سره  خپل سفارت  د تل ابیب نه  بیت المقدس ته  انتقال کړ. هغه وویل چې  د ملګروملتونو د امینت شورا باید  د امریکا ددې ضد اخلاقي او انساني  اقدام  په مقابل کې  حرکت وکړي. همداشان  اسلامي هیوادونه هم  ددې ستر قتل عام او ظلم  په مقابل کې باید په ګډه  حرکت کړي او غبرګون وښايي.

د وطن ورځپاڼې « امریکا د منځګړتوب  رول  او اعتماد د لاسه ورکړ  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  په بیت المقدس کې د اسراییلو لخوا د ترسره شوي  قتل عام نه د امریکا متحده ایالتونو د لوی تحریک  په توګه یادونه وکړه . هغه وویل که چیرې امریکا  ددینه وروسته  د  اسراییلو او فلسطین د ستونزې د حل په خاطر  د منځګړتوب غوښتنه هم وکړي  د هیچا لپاره د منلو وړ نده ځکه چې دوې  خپل باور او اعتماد او منځګړتوب  رول  د لاسه ورکړ.

هغه وویل  تاسې وګورۍ  چې  د یو پلو نه  په بیت المقدس کې د امریکا د سفارت د پرانیستو په خاطر  جشنونه جوړ شوي وو او سندرې او نڅاګانې کیدې  او د ښار په بله څنډه کې  بیا  قتل عام  روان  وو. پرون اسراییلو  د دولت په کچه  ترور وکړ. قتل عام يي وکړ. هغه وویل چې  فلسطینیانو  سوله ایزه  مظاهره کوله  خو  دې ظالمانو پرې  مرمۍ وورولې.

دوی  د سوله ایزو  مظاهرو  زغم  هم  نلري. که چیرې نړۍ  پدې  قتل عام  سترګې پټې کړي خو ترکیه سترګې نشي پټولی. ترکیه هیڅوخت چپتیا غوره کولی نشي.

د صباح ورځپاڼې  « په استانبول کې د بیت المقدس په ملاتړ لویه  مظاهره »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول د بې اوغلو په ولسوالۍ کې  راټولو شوو په زرګونو تنو  د امریکا لخوا د تل ابیب نه خپل سفارت  بیت القمدس ته د انتقالولو  په اړه مظاهره وکړه.

ترکیه کې  د مدني ټولنو په مشرۍ په جوړه شوې  دې مظاهره کې په زرګونو تنو ګډون کړی وو. مظاهره کوونکو  « بیت المقدس د مسلمانانو دی  او تر ابده به د مسلمانانو وي»  په څیر  شعارونه ورکول. همداشان مظاهره کوونکو  د امریکا او اسراییلو پر خلاف هم  شعارونه ورکول. مظاهره کوونکو  د روژې د میاشتې په اوږدو کې  د امریکا او اسراییلو پر خلاف د مظاهرو  د دوام  پریکړه وکړه.

 



اړوند خبرونه