د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « قالن : د امریکا پریکړه به د بې استقرارۍ او نښتو لامل شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم قالن د امریکا لخوا د ایران د اټومي تړون نه د وتو په اړه وویل « د امریکا متحده ایالتونو لخوا د ایران سره د اټومي پروګرام نه یو پلوی وتل به د بې استقرارۍ او نوو نښتو لامل وګرځي. دا تړون چې د شپږو هیوادونو لخوا لاسلیک شوی دی د نورو لخوا به ترینه ملاتړ دوام وکړي. ترکیه د هر ډول اټومي وسلو پر خلاف خپل قوي دریځ ته به په همدې شان دوام ورکړي. »
د ینې شفق ورځپاڼې « د اروپا د ورځې په اړه د لومړي وزیر پیغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د اروپا د ورځې په خاطر پیغام خپور کړ. لومړي وزیر په خپور کړي پيغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې په اروپا کې د هرې ورځې په تیریدو سره د بهرنیو او اسلام دښمنۍ د کچې لوړیدل او سیاسي بریدونه به د اروپا راتلوونکی د ګواښ سره مخامخ کړي. دې مسلې د اروپا د راتلوونکي په اړه اندیښنې ډیرې کړي دي.
د خبرترک ورځپاڼې « نړۍوال بانک د ترکیې د اقتصادي ودې په اړه اټکل لوړ کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، نړۍوال بانک د ترکیې لپاره د ناخالصو عوایدو په اړه د ودې اټکل د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر د میاشتې په پرتله ۱ عشاریه ۲ سلنه لوړ کړ او ۴ عشاریه ۷ سلنې ته ورسو.
د نړۍوال بانک لخوا د اروپا او منځني اسیا د هیوادونو په اړه د اقتصادي ودې په اړه په خپور شوي راپور کې په ۲۰۱۸ کال کې به د ترکیې اقتصادي وده ۴ عشاریه ۷ او به ۲۰۱۹ کال کې به ۴ عشاریه ۴ وي.
د صباح ورځپاڼې « د لومړي ځل لپاره تولیدیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ د بازارونو د کنټرول ادارې په ترکیه کې لومړي ځل لپاره د اوبلنو ګازو د تولید په خاطر د ګازو د ډیپوګانو او تاسیساتو د جوړولو پروژې ته اجازه ورکړه.
په خبر کې راغلي دي چې د اوبلنو ګازو ډیپوګان او تاسیسات به د ترکیې د افیون قره هیسار او چوروم په ولایتونو کې جوړ کړی شي.
د حریت ورځپاڼې « د ریکاټ پر لورې » د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې د انګلستان لوی سفیر دومینیک شیلکوټ وویل تمه کوي چې سږ کال ۳ میلیونه تنه انګلیس ګرځندویان د ترکیې نه لیدنه وکړي.
هغه ویلي دي چې داسې ښکاري چې سږ کال انګلیس ګرځندویان ریکاټ ټینګ کړي.