د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « اردوغان : نړۍ ته زیری لرو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف سره په ګډه د بیشتپې په ماڼۍ کې خبري غونډه کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان خبري غونډې ته وویل چې د ترانس انادولو د ګازو د انتقال نللیکه به د روان میلادي کال د جون په میاشت کې پرانیزو. د ټاکنو نه مخکې ترکیې او نړۍ ته ډیر ښه زیری لرو.
د ینې شفق ورځپاڼه « د ترکیې او اسپانیا ترمنځه اړیکي ډیرې قوي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اسپانیا د ګرځندوی وزیر الوارو نادال د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم په ګډون په اقتصادي غونډه کې د ترکیې او اسپانیا د اړیکو په اړه ارزونې وکړې. هغه وویل چې د ترکیې او اسپانیا اړیکي ډیرې زیاتې قوي دي. د دواړو هیوادونو ترمنځه د ناټو په سازمان کې د اتفاق سربیره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هم ډیره قوي همکاري او اړیکي لري.
د وطن ورځپاڼې « روسیې د اس ۴۰۰ د دفاعي توغندیو په تولید رسمآ پیل وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې د وسلو دولتي شرکت ریس الکساندر میخایوف ویلي دي چې روسیې د ترکیې لپاره د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو په تولید پیل وکړ.
د سټار ورځپاڼې « په ترکیه کې د فولادو نکلو تولید د نړۍ د اوسط تولید نه لوړ شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په نړۍ کې د خامو نکلو تولید د مارچ په میاشت کې د ۴ سلنه لوړیدو سره ۱۴۸ عشاریه ۳ میلیونه ټنو ته لوړ شوی دی. همداشان د مارچ په میاشت کې د ترکیې د نکلو تولید ۷ عشاریه ۶ سلنه لوړیدو سره ۳ عشاریه ۴ میلیونه ټنو ته لوړ شوی دی.
د خبرترک ورځپاڼې « لومړنۍ ترجیح ترکیه ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د هوټلدارۍ د ټولنې لخوا د اوکراین په اړه د جوړ کړي راپور له مخې د اوکراین د یو عشاریه ۳ میلیونو تنو ګرځندویانو ډیری برخې ترکیې ته ترجیح ورکړې ده .
ددې په مقابل کې ترکان هم د رخصتۍ لپاره اوکراین ته ترجیح ورکوي. په ۲۰۱۷ کال کې ۲۷۰ زره تنه ترک ګرځندویان د رخصتۍ په خاطر اوکراین ته تللي دي.
د دواړو هیوادونو ترمنځه د ویزې معافیت د ګرځندوی سکتور د ودې سره د پام وړ مرسته کړې ده .