د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

952297
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

 

د ینې شفق ورځپاڼې  لیکلي دي  چې  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  پر خلاف د مبارزې په اړه غوڅې  څرګندونې وکړې. ولسمشر اردوغان  د عدالت او پراختیا واکمن ګوند  د استانبول  د مالتپه  د ولسوالۍ په کانګره کې په وینا کې وویل « د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان پر خلاف مبارزه په چټکۍ سره دوام لري. تر اوسه پورې ددې ترهګرې ډلې  ۸۰ تنه غړي چې د هیواد نه بهر تښتیدلي وو هلته مو نیولي او د محاکمه لپاره مو ترکیې ته راوستي دي . »

ولسمشر اردوغان  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان په مشر فتح الله ګولن غږ وکړ  چې  یوه ورځ به تا هم  په زور او که په رضا  د محاکمې لپاره  ترکيې ته راولو. هیڅوک دې خلاصولی نشي.

د صباح ورځپاڼې  « پر سوریې د امریکا د هوايي بریدونو په اړه د لومړي وزیر څرګندونې  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  د استانبول د توزله په ولسوالۍ کې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند کانګرې ته په وینا کې پر سوریې د امریکا د هوايي بریدونو په اړه ارزونې وکړې.

هغه وویل چې  دا څنګه وشو چې  لویدیځې نړۍ  یو ځل  باندې د سوریې  مظلوم انسان  په یاد شول  او ددې مظلومانو په خاطر يي  په قاتل رژیم  بریدونه وکړل. دا بریدونه باید  ډیر وخته شوي وی. خو ددې سره سره  پر ځای  بریدونه دي.

د حرییت ورځپاڼې  « د بالختونو د لاندې نه  ۳۳۵ کیلوګرامه  سره زر  ترلاسه شول »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په اقتصادي چارو کې د لومړي وزیر مرستیال  محمد شمشک وویل « هیوادوالو  د سروزرو  ارزولو په برخه کې په حکومت  پوره اعتماد وکړ  او د بالخت  تر لاندې  خپل سره زر يي  هم  د خپلې ګټې او هم  د حکومت د ګټې په خاطر  د خزانې  ادارې ته  وسپارل. هغه وویل چې  ۷۱۰۰ تنو هیوادوالو جمعآ ۱۳۳۵ کیلوګرامه  سره زر  په ګټه  حکومت ته  ورکړل.»

د وطن ورځپاڼې  « د ناټو مشر په متفقینو د ترکیې سره د لا زیاتې مرستې غوښتنه وکړه»  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ناټو عمومي سکرتر ینس ستولتنبرګ  د انادولو خبري اژانس سره په مرکه کې  ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه د ناټو لپاره یو ډیر مهم  او ارزښمند  غړی هیواد دی. هغه  د ناټو په نورو غړیو  د ترکیې سره د لا زیاتې مرستې غږ وکړ.

د خبرترک ورځپاڼې  « ۱۳ زره تنه  ګرځندویان مارماریس ته راغلي دي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د موغلا ولایت د مارماریس  ولسوالۍ ته  د اوړي  د سیزن  د پيلیدو نه مخکې ۱۳ زره تنه  ګرځندویان راغلي دي.

دې ګرځندویانو د مارماریس  ولسوالۍ  هوټلونه  او سړکان  جمع او جوش کړي دي.

 



اړوند خبرونه