د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/13de/a315/f1e5/583fbf9ca3366.jpg?time=1719162517)
د صباح ورځپاڼې « اردوغان د روسیې د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې ولسمشر ته په ټاکنو کې د بري له امله ټیلیفون وکړ. ولسمشر اردوغان پوتین ته یو ځل بیا د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله . همداشان دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې په متقابلو اړیکو، سیمې او نړۍ مهمو پرمختګونو، د اپریل په میاشت کې په ترکیه کې جوړیدونکې د سوریې په اړه د سرمشریزې او د دواړو هیوادونو ترمنځه د همکاریو د قوي کولو په مسلې خبرې وکړې.
د وطن ورځپاڼې « د امریکا په اړه د ترکیې د ولسمشر د ویاند څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ویاند ابراهیم قالن د وروستیو پیښو او پرمختګونو په اړه د الجزیرې تلویزیوني کانال سره ځانګړې مرکه وکړه. هغه د سوریې د منبیچ د سیمې په اړه د امریکا سره د قوي مذاکراتو نه خبر ورکړ. هغه وویل چې په عمومي ډول تفاهم شوی دی . اوس ددې په تمه کې یو چې پدې تفاهم عمل وشي. هغه وویل که چیرې پدې تفاهم عمل وشي دا به د امریکا سره د ترکیې د مخامخیدو مخه ونیسي.
د حریت ورځپاڼې « د عفرین په اړه د لومړي وزیر څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملت کولتور او کانګرې په مرکز کې د څارنوالانو د تعیناتو په اړه په جوړو شوو مراسمو کې وینا وکړه.
هغه د عفرین ښار د ترهګرو نه د تصفیه کولو په اړه وویل « هغه برخې چې په سیمه کې ترهګرې ډلې په وسلو سمبال کړي دي او هغوې ته يي جسارت ورکړی دی د عفرین په مسله کې د ترکیې په اړه د خبرو کولو او د نظر د اظهار حق نلري. د ترکیې اتلو وسله والو ځواکونو د ازادې سوریې د ځواکونو په ملګرتیا د عفرین ښار او شاوخوا ټولې سیمې د ترهګرو نه تصفیه کړي دي. هغه وویل په سیمه کې د ترهګرۍ د هر ډول ګواښ د لمنځه وړو پورې به عملیات دوام وکړي. هر څوک چې هر څه وايي زمونږ لپاره اهمیت نلري.
د سټار ورځپاڼې « ترکیې د چا خاورې ته سترګې پټې کړي ندي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د مقدونیا جمهوریت د بهرنۍ سوداګرۍ چارو مسئول وزیر عدنان کاهیل د ترکیې د قره بوک په ولایت کې د عفرین د عملیاتو په اړه د اروپايي ټولنې لخوا ترکیې ته د خبرداریو په اړه وویل « بالاخره عفرین ښار ونیول شو.لکه څرنګه چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي د عفرین سیمه به ددینه وروسته خپلو اصلي خاوندانو ته وسپارل شي .
ترکیه داسې دولت ندی چې د چا خاورې ته سترګې پټې کړي. مونږ پدې پوره باور لرو. »
د خبرترک ورځپاڼې « استانبول نه په دوو میاشتو کې ۱۵ میلیونه تنو الوتنه کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د هوايي ډګرونو د چارو عمومي ریاست د شمیرو له مخې د ۲۰۱۸ کال په لومړنیو دوو میاشتو کې د استانبول د اتاترک او صبیحه کوکچن د هوايي دګرونو نه ۱۵میلیونه ۶۹ زره ۲۷ تنو الوتنې او سفرونه کړي دي. په خبر کې راغلي دي چې د اتاترک او صبیحه ګوکچن هوايي ډګرونو ریکاټ جوړ کړ.