د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/13de/a315/f1e5/583fbf9ca3366.jpg?time=1719104289)
د وطن ورځپاڼي « په جرمني کې د نوي جوړ شوي حکومت لخوا تاوده پیغامونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په جرمني کې نوي جوړ شوي حکومت ترکیې ته ګرم پیغامونه ورکړل. په جرمني کې د مسیحیانو دیموکراتیک یووالي ګوند د مسیحیانو د سوسیال یووالي د ګوند او سوسیال ډیموکراټ ګوند سره په ګډه ایتلافي حکومت جوړ کړ.
د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل د حکومت د جوړولو نه وروسته په لومړنۍ وینا کې د ترکیې په اړه وویل « په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب لاره باید پرانیستل شي. مونږ نشو کولی چې د ترکیې سره اختلافات د غره تر شا راټول کړو. د ارتباطاتو کانالونه باید هر وخت پرانیستي وي ځکه چې مونږ د یو بل پورې تړل شوي یو. ترکیې د سوري کدوالو په برخه کې ډیر دروند مسئولیت په غاړه اخیستی دی. تر ۳ میلیونو تنو ډیرو کډوالو ته پناه ورکړه. مونږ هم غواړو چې د ترکیې سره په کړو ژمنو عمل وکړو. »
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې دفاعي صنایعو په قطر کې خپل توکي نندارې ته وړاندې کړل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د دوحې د سمندري صنایعو نندارتون او کنفرانس په پلازمینه دوحه کې پیل شو. د ترکیې د ملي دفاع وزیر نورالدین جانکلي، ستر درستیزوال ستر جنرال خلوصي اکار او د دفاعي صنایعو مشر اسماعیل دیمیر د نوموړو نندارتون د پرانیستو په مراسمو کې ګډون وکړ.
د ویلو ده چې پدې نندارتون کې د ترکیې د دفاعي صنایعو او صادراتو ۳۳ شرکتونو ګډون کړی دی .
پدې نندارتون کې ترکیې ته ۲۴۱۳ متر مکعبه سیمه ځانګړې شوې ده .
د خبرترک ورځپاڼې « د ټولو توجه ترکیې ته راوښتې ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د استانبول، مارمارا، ایژې، مدیترانې او تورې بحیرې د سمندري سوداګرۍ د خونو د ایزمیر ولایت څانګې ویلي دي چې د مارچ د پنځمې او اتمو نیټو ترمنځه د امریکا د فلوریدا په ایالت کې د لویو سیاحتي کښتیو د شرکتونو سره مهمه غونډه کړې ده . پدې غونډه کې د نړۍ د ستر سیاحتي کښتیو ډیر شرکتونو ویلي دي چې د ۲۰۱۹ کال لپاره ډیری سفرونه به د ترکېې ایزمیر او انتالیا ولایتونو ته وکړي.
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیه د اقتصادي درجه بندیو ملي سازمان جوړوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، تیره اوونۍ یو ځل بیا د مودیز د اقتصادي درجه بندیو شرکت د ترکیې پر خلاف یو ګام اوچت کړ. یاد شوي سازمان یو ځل بیا د ترکیې اقتصادي لمبرې راټیټې کړې. ددې په مقابل کې ترکیې د اقتصادي درجه بندیو د ملي سازمان د جوړولو پریکړه وکړه.
تمه کیږي چې دا سازمان به د روان میلادي کال په پای کې جوړ او په فعالیت به پیل وکړي.
دا سازمان به د ترکیې د بانکي تنظیماتو او کنټرول د ادارې لخوا جوړ کړی شي.
د صباح ورځپاڼې « د ترکش ایرلایین تاریخي ریکاټ جوړ کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلایین د ۲۰۱۸ کال د فبروري په میاشت کې د تیر کال همدې میاشتې په پرتله ۲۶ سلنه لا زیات مساپر انتقال کړي دي. ترکش ایرلایین په فبروري میاشت کې ۵ عشاریه یو میلیون تنه مساپر انتقال کړي دي.
په خبر کې راغلي دي چې دا د ترکش ایرلایین په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د فبروري په میاشت کې تر پنځو میلیونو تنو ډیر مساپر انتقالوي.