د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/a6f5/c449/5fa2/58216c4e784a7.jpg?time=1718722456)
د صباح ورځپاڼې « اردوغان د روحاني سره ټیلیفوني خبرې کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې پدې ټیلیفوني خبرو کې د سوریې د ختیځې غوطه په سیمه کې په روانو عام وژنو او د سوریې په وروستیو حالاتو خبرې وشوې. دواړو مشرانو په ختیځه غوطه کې د روانو عام وژنو د درولو په خاطر هر څه ژر د اوربند د ټینګښت لپاره په لا زیاتو هلو ځلو تفاهم وکړ.
د سټار ورځپاڼې « هر ډول تحریک امیزه اقداماتو به سمدلاسه ځواب ورکړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د شمالي قبرس ترکي جمهوریت د لومړي وزیر توفان ایرحورمان سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ .
لومړي وزیر ییلدرم پدې خبرې غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه به د شمالي قبرس ترکي جمهوریت نه ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه په مدیترانه کې د ګازو د پلټون د چارو په اړه وویل « ترکیه به د هر ډول تحریک امیزه اقداماتو ځواب سمدلاسه ورکړي . »
د خبرترک ورځپانې « د نړۍوال نظام په نامه په مستند فلم کې د ترکیې په اړه د پوتین مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نړۍوال نظام په نامه په مستند فلم کې د ترکیې په اړه ویلي دي « د ترکیې او ایران سره تړونونو په ۲۰۱۸ کال کې ډیر په درد بخوره تړونونه دي. هغه ویلي دي سره ددې چې په سیمه کې حالات ډیر ستونزمند دي خو روسیه د ترکیې او ایران سره په یو میز کیناسته او بعضې تړونونونه يي لاسلیک کړل. درې واړو د تضمین کوونکو هیوادونو په توګه دا تړونونه لاسلیک کړل. اوس چې ګورو دا تړونونه په واقعیت سره چې ډیر په درد بخوره دي.
د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې د موغلا ولایت د بودروم په ولسوالۍ کې د تهداب د کیندونو په ترڅ کې ډیر مهم تاریخي اثار وموندل شول. ویل کیږي دلته د روم یا د هغه نه هم د قدیمي دورو اړوند د تیګو نه جوړ قبرونه وموندل شول. ویل کیږي د نوموړو تاریخي اثارو د قدامت د معلومولو په خاطر چارې پیل شوي دي.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې د وسله وال پوځ لپاره روبوت عسکرو پروژه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې وسله وال ځواکونه د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ځاني ضایعاتو د مخنیوي په خاطر د روبوت عسکرو په پروژې کار کوي. د ترکیې د دفاعي صنایع ادارې ویلی دي چې مونږ هم مجبور یو چې د نړۍ د نوي نظام سره د مقابقت په خاطر ربوت عسکر جوړ کړو او په عسکري برخه کې قوي تکنالوژۍ تولید کړو. یادې شوې ادارې ویلي دي چې د تخنیک پوهنتونونو او خصوصي سکتور سره په ګډه د روبوت عسکرو د جوړولو په برخه کې لومړنی ګام اوچتوي. یاد شوې ادارې د هیواد په ځوان نسل چې پدې برخه کې تجربه لري غږ کړی دی چې راځۍ په ګډه کار وکړو.