د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

923580
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې « د پ ک ک د مدیترانې  خیال په سیند لاهو  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې وسله والو ځواکونو  په سوریه کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو پ وای ډي  او وای پ جي  تر کنټرول لاندې د عفرین  د راجو  علاقه داري  په کامله توګه  ونیوله. د ترکیې وسله وال ځواکونو پدې ډول  د پ ک ک ترهګرې ډلې  د ترکیې د امانوس د غرونو له لارې  مدیترانې ته  د تګ راتګ  د لارې د جوړولو  خیال په سیند لاهو کړ. د ویلو ده چې د پ ک ک ترهګرې ډلې  به په ځانګړې توګه  د اوړي په میاشتو کې  د راجو  له لارې  د هتای ولایت  ته  راتیریدل  او دلته به يي  په امنیتي ځواکونو  خونړي بریدونه کول. وروسته به د هتای د غرونو له لارې  د سوریې راجو او شیخ حدید او بلبل  سیمو ته  ستنیدل.

د وطن ورځپاڼې  « د اق قویو د اټومي بټۍ ساختماني چارې د اپریل په میاشت کې پيلیږی »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې  د انرژۍ دولتي ادارې روس اتوم  ریس  الکسي لیهاچیف  وویل چې  د ترکیې  د مارسین  په ولایت کې  د اق قویو  د اټومي بټۍ  په ساختماني چارو به  د اپریل په میاشت کې پيل وشي. د یادولو وړ ده چې د اق قویو  اټومي  انرژۍ بټۍ  په ترکیه کې  لومړنۍ  بټۍ  ده چې  د شلو میلیاردو ډالرو په پانګه اچونه  جوړیږي.

د اق قویو  اټومي انرژۍ بټۍ لومړنی  پړاو به  په ۲۰۲۳ کال کې په فعالیت پیل وکړي. دا بټۍ چې څلور ریکټوره لري  پاتې ریکتورونه به يي  یو یو کال وروسته په فعالیت پيل وکړي.

د خبرترک ورځپاڼې « روسيې ته  د میوې او سبو د صادراتو لپاره  ستر هدف  وټاکل شو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، روسیې  ویلي دي چې  د ترکیې نه  د شنو مرچکیو، تور بانجانو، کاهو، انارو  او کدو  په وارداتو به  لګولي  بندیزونه  نن لرې کړي. د روسیې  دې پریکړې  په ترکیه کې  د تازه میوې او سبو  د سکتور  هیلې  راژوندۍ کړي دي.

د هیواد د صادراتو د شورا د شمیرو له مخې  د ۲۰۱۸ کال په لومړنیو دوو میاشتو کې د ترکیې نه روسیې ته  د تازه میوې او سبو په برخه کې ترسره شوي  صادرات  د تیر کال  همدې میاشتو په پرتله  ۶۵ سلنه لوړ شوي  او ۶۶ میلیونو ډالرو نه  ۱۰۹ میلیونو ډالرو ته رسیدلي دي.

د ویلو ده چې ترکیې په ۲۰۱۴ کال کې  روسیې ته  ۹۳۸ میلیونه ډالره ، په ۲۰۱۵ کال کې ۸۷۷ میلیونه ډالره، په ۲۰۱۶ کال کې ۳۳۱ میلیونه ډالره او په ۲۰۱۷ کال کې  ۶۳۸ میلیونه ډالرو په ارزښت  د تازه میوې او سبو  صادرات  ترسره کړي دي.

د ینې شفق  ورځپاڼې  « سل زره تنه  ایراني ګرځندوی ترکیې ته راځي » د سرلیک لانډې لیکلي دي، د ګاونډي هیواد ایران سره  د اړیکو د پراختیا او دواړو هیوادونو ترمنځه  د سوداګرۍ د ودې له امله  ترکيې ته د ایراني ګرځندویانو مخه کړې ده . د ویلو ده چې  د ایران نه  په لسګونو زره تنه  ګرځندویان د رخصتۍ د تیرولو او توکو رانیولو په خاطر د ترکیې وان ولایت ته مخه کړې ده. دې مسلې  د وان د ولایت  د هټۍ والو  هیلې راژوندۍ کړي دي.

د وان ولایت  د لا زیاتو ایراني  ګرځندویانو د جلبولو په خاطر  د وان شاپینګ فیستیوال په نامه  فیستیوال  جوړولو ته تیاری نیسي.

همداشان  وار د مخه  نوروز د رخصتیو د تیرولو په خاطر  په زرګونو تنه  ایراني ګرځندویان  ترکیې ته راغلي دي. په ایران کې د نوروز رخصتي  د مارچ په ۱۸ نیټه پیلیږي او ۱۳ ورځې دوام کوي.

د صباح ورځپاڼې « ترکیه د پانګه والۍ لپاره تر ټولو مناسب هیواد  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، نړۍوالو بانک په هیوادونو کې  د پانګه والۍ د فرصت په خاطر  د چاپیریال، پانګه والۍ، طبعي زیرمو، مارکیټونو، تکنالوژۍ او پيژندل شوو مارکو په اړه  څیړنې کړي. د همدې څیړونو په پایله کې د پانګه والۍ لپاره تر ټولو  د مناسبو هیوادونو لست جوړ کړی دی. په لست کې ترکیې  د پانګه اچونې په خاطر  اروپايي هیوادونو نه خپه اړولې ده  او تر ټولو د مناسب هیواد په توګه  معرفي شوی دی.



اړوند خبرونه