د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/4e03/04dd/142a/583d734fa320b.jpg?time=1718991046)
د صباح ورځپاڼې « اردوغان : انشاالله پرته د چلوونکي ټانک به جوړ کړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه اوس مهال پرته د چلوونکي ټانک د جوړولو توان لري. ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د بیشتپه په ماڼۍ کې د پراختیايي پلان د معرفي په خاطر په جوړه شوې غونډه کې وکړې. هغه وویل چې ترکیه باید پرته د چلوونکي ټانک جوړ کړي. د داسو وسلو د جوړولو په خاطر باید فکر وکړو. نن ورځ ترکیه یو زیات شمیر وسلې پخپله جوړوي. ترکیه پرته د چلوونکي د ټانک د جوړولو توان لري.
د ینې شفق ورځپاڼې « لومړي وزیر د بانکي سود او انفلاسیون په خاطر سفربري اعلان کړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د چانکایا په ماڼۍ کې جوړه شوې د بهرني اقتصادي اړیکو د شورا غونډې ته وینا وکړه. هغه پدې غونډه کې د بانکي سود او انفلاسیون په خاطر سفربري اعلان کړه. لومړي وزیر وویل ټول باید په ګډه توګه د انفلاسیون د کچې د راټیټولو په خاطر کار وکړو. انفلاسیون کچه باید هر څه ژر د ۷ سلنې نه راټیټه کړو.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې نفوس به په ۲۰۴۰ کال کې تر سل میلیونو تنو واوړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، تمه کیږي چې د ترکیې نفوس تر ۲۰۴۰ کال تر سلو میلیونو تنو واوړي. د ترکېې د احصایې د ادارې د ۲۰۱۸ او ۲۰۸۰ کلونو ترمنځه د نفوس په اړه د ترسره شوو څیړونو پایلې اعلان کړې. پدې څیړونو کې ویل شوي دي چې تمه کیږي تر ۲۰۴۰ کاله د ترکیې نفوس تر سل میلیون تنو واوړي.
د خبرترک ورځپاڼې « یغیت جان یلمز د اپل کمپنۍ لخوا د ستایلو کسانو په لست کې شامل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د قهرمان ماراش ولایت اوسیدونکي ۱۶ کلن یغیت جان یلمز د اپل د کمپنۍ په بعضو اپلیکشنونو کې د امنیتي تشو د تثبتولو له امله د یادې شوې کمپنۍ لخوا ستایل شوی وو. یاد شوې کمپنۍ نوموړی د ستایل شوو کسانو په لست کې شامل کړ.
د حرییت ورځپاڼې « ترکي ډرامې د نړۍ ګوټ ګوټ کې مینه وال لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د الجزیرې تلویزیون په سومالیا کې د ترکي ډرامو د شهرت په اړه تحقیقات کړي دي.
الجزیرې تلویزیون پدې اړه په جوړ کړي پروګرام کې ویلي دي چې د ترکي فلمونو او ډرامو په سومالیا کې د هالیوډ او بالیوډ سینماګانې د ماتې سره مخامخ کړي دي.
همداشان په سومالیا کې د ترکي ډرامو مینه وال د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو دي.