د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې « اردوغان افریقا ته سفر کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فبروري په ۲۶ مه نيټه د ۴ ورځني سفر په ترڅ کې افریقا ته سفر کوي. ولسمشر اردوغان به د خپل دې سفر په ترڅ کې د جزایر، موریتانیا، سینیګال او مالي نه لیدنه وکړي. د ولسمشر اردوغان به ددې سفر په ترڅ کې د نوموړو هیوادونو سره په اقتصادي مسایلو خبرې وکړي. همداشان ولسمشر اردوغان به ددې هیوادونو د مشرانو نه د تیر کال د دسمبر په میاشت کې په ملګروملتونو کې د بیت المقدس په اړه په رای اچونه کې د بیت المقدس نه د ملاتړ له امله مننه وکړي.
د سټار ورځپاڼې « د ترک جریان د نللیکې د سمندر د برخې ۴۸ سلنه چارې پایته رسیدلي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترک جریان د ګازو د نللیکې د پروژې د چارو ۴۸ سلنه پایته رسیدلي دي . د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې تر اوسه پورې ۸۸۴ کیلومتره نللیکه غځول شوې ده .
د ترک جریان د شرکت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یادې شوې پروژې نللیکه د بلغاریا د اقتصادي سیمې نه ۶۶۰ کیلومتره اوښتې ده .
د خبرترک ورځپاڼې « ۶نیم میلیونه تنه چینايي ګرځندویان د نوي کال په رخصتۍ وځي » د سرلیک لاندې لیکلي دي په چین کې د نوي کال د رخصتیو له امله ۶ نیم میلیونه تنه ګرځندویان د هیواد نه بهر سفر کولو ته تیاری نیسي. په چین کې د نوي کال رخصتۍ د ترکیې د ګرځندوی د سکتور هیلې هم راژوندۍ کړي دي. د ترکیې د استانبول، کپه دوکیا او پاموک کلا د ولایتونو د ګرځندوی سکتور هیله لري چې سږ کال په زرګونو تنه چینیايی ګرځندویان یادو شوو ولایتونو ته سفر وکړي.
د ینې شفق ورځپاڼې « جاپانیا د ترکيې د بانجان رومیانو اوبه خوښوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په نړۍ کې د بانجان رومي د تولیدونکو نه ترکیې سږ کال د رومي بانجانو د اوبو صادرات ۷۲ سلنه لوړ شوي دي. ترکیې په تیر کال کې تر ټولو ډیر د رومي بانجانو اوبه جاپان ته صادر کړدي. ترکیه ۵۵ هیوادونو نه د رومي بانجانو اوبه صادروي.
سږ کال ترکیې جاپان ته ۴۷۰ ټنه د رومي بانجانو اوبه صادر کړي دي. همداشان هانګ کانګ په دویم او قطر بیا په دریم کتار کې ځای لري.